د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۴۲
....

دوشنبه (۱۴۴۸ د صفرالمظفر۲۶مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه.

همدارنګه د ۲۴ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۳۸ ټوکه صادر او وارد شوي کتابونه وارزول شول او ۱۹ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.

په دې ناسته کې د یو شمېر خپرندویانو ترمنځ د حقوقي ستونزو په اړه هم بحث وشو او په دې برخه کې لازمې پرېکړې وشوې. همدارنګه، د یو شمېر طبي کتابونو په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې دغه کتابونه د نظر ورکولو په موخه د لوړو زده‌کړو وزارت ته واستول شي.

د غونډې په پای کې د ولایتي کمېټو اړوند موضوعات هم وڅېړل شول او په دې اړه لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د صفرالمظفر۲۶مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۴۰
Background image

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د جهاد دورې څخه پاتې یو شمېر اثار وسپارل شول

د سرپل ولایت د ۲۰۹ الفتح قول اردو د درېیمې لوا د انجنیري د تحکماتو آمر او د ډلګي‌مشر قاري عبدالرحمن حبیب له لوري د جهاد د دورې اړوند یو شمېر پاتې اثار د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د کاپیسا ولایت اړوند د موري خم‌زرګر لرغونې سیمې دوو لرغونو ساحو په اساسي توګه حفاظتي چارې ترسره شوې او په دغو ساحو کې درې قلمه لرغونو اثارو وموندل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې ریاست مسلکي پلاوي کاپیسا ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د موري خم‌زرګر د لرغونې سیمې دوو هغو برخو، چې د ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ لمریز کلونو په ترڅ کې په. . .

BACK TO NEWS