اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د جوړېدو، لرلید، ماموریت، دندو او واکونو اړوند لنډ معلومات
د کمیسیون د جوړېدو قانوني مبنی
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۸ مادې پر بنسټ جوړ شوی دی او ۵ غړي لري چې د افغانستان د ولسمشر جلالتمآب محمداشرف غني د ۱۰۶ ګڼې فرمان پر اساس په ۱/۹/۱۳۹۷ نېټه ټاکل شوي دي. د دغه کمیسیون ټول اداري او اجرائیوي کارونه د دارالانشاء لخوا چې د کمیسیون د غړو په شمول ۵۱ تنه تشکیل لري پرمخ وړل کیږي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د ۱۳۹۷ ه ل کال د مرغومې په ۹ مه د نوو ټاکل شویو غړو د پېژندلو وروسته په رسمي توګه خپل کار پیل کړ.
د کمیسیون اسټراټيژي
(په عمل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق خوندیتوب) د دندو د حجم او د کمیسیون د کاري ساحې او واکونو پر اساس د کمیسیون سټراټیژي دا ده چې د کمیسیون په مرسته دولتي بنسټونه، مدني ټولنه او رسنۍ د هېواد ټولو وګړو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق د خوندیتوب لارې چارې برابرې کړي.
د کمیسیون لرلید
اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق دودول او په آسانه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې حکومتي ادارې ځواب ورکولو ته اړ ایستل چې د روڼوالي، د فساد د کمښت، حساب ورکولو او پرانستې حکومتولۍ سبب ګرځي.
ماموریت
عامه بنسټونه باید د خپلو کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو او د لارښوودونو د رامنځته کولو له پاره اړینې سرچینې بیلې کړي تر څو اطلاعات په لنډ وخت کې او په مناسب ډول خلکو ته وړاندې شي. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د یو تجربه لرونکي، متخصص او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق د ملاتړي بنسټ په توګه د عملي پلانونو په جوړولو د دولت د کارکوونکو (دولتي مسؤلین) او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق درلودونکو (خلک) په وړاندې عمل کوي. پالیسي جوړونکي باید اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق د خوندیتوب په خاطر یو روڼ او جامع چوکاټ د ملي او نړیوالو اصولو او قواعدو پر اساس رامنځته کړي، تر څو اطلاعاتو ته لاسرسی په یو کلتور واوړي.
موخې
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخې عبارت دي له:
۱- له ادارو څخه اطلاعاتو ته د حقیقي او حکمي اشخاصو د لاسرسي د حق تأمینول.
۲- د اطلاع رسونې د فرهنګ د پیاوړتیا له شفافیت څخه د ډاډ ترلاسه کول، په حکومتولۍ کې د خلکو مشارکت او د ادارو له اجراآتو څخه حساب ورکونه او د اداري فساد پرخلاف مبارزه.
۳- د افغانستان د اساسي قانون د درېیمې مادې په پام کې نیولو سره د بشر دحقوقو د نړیوالې اعلامیې د نولسمې مادې رعایتول.
۴- د اطلاعاتو د غوښتنې او وړاندې کولو د څرنګوالي تنظیمول.
د کمېسیون دندې او واکونه
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ۲۲مې مادې پر بنسټ کمېسیون د لاندو دندو او واکونو لرونکی دی:
۱- له ادارو څخه اطلاعاتو ته د لاسرسي له بهیر او د هغو د وړاندې کولو له څرنګوالي څخه څارنه.
۲- د غوښتونکو د شکایتونو بررسي.
۳- د اړتیا په صورت کې د ادارو د اطلاع رسونې له مسؤولو مراجعو څخه د سندونو غوښتل.
۴- غوښتونکو او ادارو ته د لازمو مشورو وړاندې کول.
۵- د ادارو د اطلاع رسونې د مسؤولو مراجعو د رپوټونو ارزونه.
۶- جمهور رئیس او د ملي شوري دواړو مجلسونو ته د کمېسیون د فعالیتونو د کلني رپوټ وړاندې کول او د هغو خپرول.
۷- د روزنیزو برنامو د دایرولو له لارې په هېواد کې د اطلاع رسونې د فرهنګ پیاوړتیا.
۸- د کمېسیون د فعالیتونو په هکله د عامه پوهاوي لوړول.
۹- د کمېسیون د تصمیمونو خپرول.
۱۰- د دې قانون د حکمونو د تطبیق له څرنګوالي څخه څارنه.
۱۱- د اړوندو لایحو او کړنلارو تصویبول.
۱۲- د ادارو له لوري د اطلاعاتو د تنظیم د څرنګوالي په هکله د اقل حد معیارونو وضع کول.
۱۳- په دې قانون کې د درج شوو نورو دندو ترسره کول.
د غوراوي د کمېټې رامنځته کول
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون شلمه ماده په دې اړه داسې صراحت لري:
(۱) د کمېسیون د غړو د ټاکنې په منظور، د غوراوي کمېټه په لاندې ترکیب سره رامنځته کېږي:
۱- د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د رئیس په توګه.
۲- د سترې محکمې غړی د سترې محکمې د عالي شوري په ټاکنه د غړي په توګه.
۳- د ولسي جرګې د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو د چارو د کمېسیون غړی د غړي په توګه.
۴- د افغانستان د بشر دحقوقو د خپلواک کمېسیون غړی د هغه کمېسیون په ټاکنه د غړي په توګه.
۵- د رسنیزې صنفي اتحادیې ټاکل شوی استازی د غړي په توګه.
۶- د مدني ټولنې اړوند بنسټونو ټاکل شوی استازی د غړي په توګه.
۷- د افغانستان دمدافع وکیلانو د خپلواک انجمن واکمن استازی د غړي په توګه.
(۲) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د غوراوي کمېټې سکرتریت په غاړه
لري.
(۳) د غوراوي کمېټه د کمېسیون د غړیتوب د لنډ ژوندلیک د منلو اعلان د کمېټې د لومړۍ غونډې له جوړېدو څخه وروسته په پنځو کاري ورځو موده کې خپروي.
(۴) د غوراوي کمېټه د رقابتي بهیر له پای ته رسېدو وروسته، د نوماندانو له ډلې څخه، د منلو د اعلان د مودې له پای ته رسېدو وروسته، د شرایطو لرونکي پنځلس تنه، په لسو کاري ورځو موده کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس ته معرفي کوي.
(۵) د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس له پنځلسو تنو څخه پنځه تنه یې د تخصص او جنسیت په پام کې نیولو سره د لومړۍ دورې لپاره د کمېسیون د غړو په توګه په لاندې ترتیب سره ټاکي:
۱- درې غړي د پنځو کلونو لپاره.
۲- دوه غړي د دریوکلونو لپاره.
(۶) د کمېسیون غړي په راتلونکو دوروکې د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
(۷) دکمېسیون غړي ددې مادې د (۵) او (۶) فقرو د حکم په پام کې نیولوسره یوازې د یوې دورې لپاره ټاکل کېږي.
(۸) د کمېسیون غړي نه شي کولی د دندې په وخت کې په نورو دندو لاس پورې کړي، د لوړو زده کړو په مؤسسو کې تدریس له دغه حکم څخه مستثني دی.
د اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاين سيستم