د وزیر صاحب ژوند لیک

  محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه 

د اطلاعاتو او کلتور محترم وزير ملا خير الله خيرخواه
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه

داطلاعاتواوکلتورسرپرست وزيرالحاج ملا خيرالله خيرخواه محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه د مرحوم سید ولي زوی د کندهار ولایت ارغستان ولسوالۍ په ګهواري کلي کې زیږیدلی.د کمونیستي کودتا وروسته یې ماشومتوب کي د خپلې کورنۍ سره پاکستان هیواد ته هجرت وکړ او هلته یې د بلوچستان په سرانانوکمپ د کوټې ښار، بیا د چراټ اوجامعه محمدیه مدرسه کې یې دیني زدکړي ترسره کړي دي. خیرخواه صاحب د قران کریم حافظ دی، نوموړی د خپلې مورنۍ ژبې ترڅنګ په دري عربي، انګلیسي او اردو ژبو روانې خبرې کولی شي.د شوروي پرخلاف جهاد کې یې عملاً برخه اخیستې کله چې اسلامي تحریک د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمرمجاهد رحمه الله په مشرۍ په هیواد کې د فساد د له منځه وړلواوامن راوستلو په هدف فعالیت پیل کړ، د کابل له فتحې مخکې خیرخواه صاحب د تحریک د ویاند په حیث وټاکل شو .د افغانستان اسلامي امارت د واکمنۍ پرمهال د کورنیو چارو وزیر، ورپسې د جنوب غرب حوزې تنظیمه رئیس او وروسته د هرات د والي په توګه تروروستیو پاتي وو.پرافغانستان د امریکا د یرغل وروسته نوموړی په 2002م کال په پاکستان کې ونیول شو او بیا امریکایانو ته ترسپارلو وروسته په 1/ 5/ 2002م تاریخ د کیوبا ګوانتنامو زندان ته ولیږدول شو او هلته څه باندي دیارلس کاله بندي و.ملا خیرالله خیرخواه صاحب په
1/ 6/ 2014م د یو امریکائي بندي سره د تبادلې په نتیجه کې د څلورونورومشرانو سره یوځای ازاد او قطرته انتقال شو.نوموړی په 2018 کال کې د سیاسي دفتر او د امریکایانو سره د مذاکراتي ټیم د غړي په توګه وټاکل شو، کله چې اسلامي امارت بیاځلي پر افغانستان حاکمیت ترلاسه کړ د علیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وټاکل شو، ددې تر څنګ نوموړی د سياسي کميسيون غړيتوب هم لري.