د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
اثنين, أغسطس 10 2026 3:42 مساء
....

دوشنبه (۱۴۴۸ د صفرالمظفر۲۶مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه.

همدارنګه د ۲۴ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۳۸ ټوکه صادر او وارد شوي کتابونه وارزول شول او ۱۹ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.

په دې ناسته کې د یو شمېر خپرندویانو ترمنځ د حقوقي ستونزو په اړه هم بحث وشو او په دې برخه کې لازمې پرېکړې وشوې. همدارنګه، د یو شمېر طبي کتابونو په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې دغه کتابونه د نظر ورکولو په موخه د لوړو زده‌کړو وزارت ته واستول شي.

د غونډې په پای کې د ولایتي کمېټو اړوند موضوعات هم وڅېړل شول او په دې اړه لازمې پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

اثنين, أغسطس 10 2026 9:34 صباحا
Background image

لقاءنائب وزير الثقافة والفنون برئيس مؤسسة الآغا خان للخدمات الثقافية

التقى نائب وزير الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة، الشيخ عبدالرحمن طيبي، رئيس مؤسسة الآغا خان للخدمات الثقافية، المهندس أجمل ميوندي، وبحث الجانبان خلال اللقاء أنشطة المؤسسة في. . .

أحد, أغسطس 09 2026 7:59 مساء
Background image

اجتماع تنسيقي مع صناع المحتوى على «يوتيوب» لتعزيز التغطية الإعلامية ليوم الفتح

عُقدت، اليوم، برئاسة نائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون النشر، السيد مهاجر فراهي، جلسة تنسيقية مع عدد من صناع المحتوى على منصة «يوتيوب»، بهدف تعزيز التغطية الإعلامية لفعاليات 24 أسد (يوم. . .

أحد, أغسطس 09 2026 3:05 مساء
Background image

استعدادات لإقامة برنامج ثقافي كبير بمناسبة يومي ٢٤ و٢٨ من شهر الأسد

يواصل قسم كتابة القرآن الكريم ونشر كتب البيهقي، التابع لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، استعداداته لإقامة برنامج ثقافي كبير بمناسبة يومي ٢٤ و٢٨ من شهر الأسد، اللذين يُحتفى. . .

BACK TO NEWS