نړیوال سازمانونه

د کاناډا د مېرنو لخوا د افغانو مېرمنو موسسه (CW4WAfghan) یوه غیرانتفاعي موسسه ده چې په ۱۹۹۸ کال کې تاسیس او راجستر شوې او د کاناډا په ټولو سیمو کې د غړو یوه شبکه لرې.

همدا راز، د کاناډا د مېرنو لخوا د افغان مېرمنو موسسه  (CW4WAghan) یو ه غیرمذهبی او غیر سیاسی اداره ده، او د کاناډا هیواد په کچه د د یوې خیریه موسسې (د کاناډا د عوایدو ادارې کې د ثبت شمیره - #887718203RR0001)) او د افغانستان د اسلامي جمهوریت له اقتصاد وزارت سره د یوې غیر دولتي موسسې په توګه رسماً ثبت شوي ده. زموږ موخې د پوهنې پرمختګ او د افغان مېرمنو او د هغوی کورنیو لپاره د تعلیمي فرصتونو برابرول او کاناډایانو ته په افغانستان کې د بشري حقونو د مسایلو په اړه معلومات ورکول دي. د مرسته کوونکو لخوا تمویلیدونکې پروژې په افغانستان کې د دریو پروګرامونو او په کاناډا کې د یوه پروګرام تر چتر لاندې راځي.  دا پروګرامونه په لاندې ډول دي:

1.     په اساسي زده کړو کې پانګونه

2.     ټولنیز کتابتونونه، لیک لوست (سواد آموزي) او کتاب

3.     د ښوونې او روزنې لپاره د ټکنالوژۍ کارول

4.     عامه ښکیلتیا یا مشارکت (کاناډا)

د کاناډا مېرنو لخوا د افغان مېرمنو موسسې ماموریت دا دی چې: "کاناډایان د افغان مېرمنو سره په ګډه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت ښه کولو، د ښځو پر وړاندي ظلم ختمولو او افغانو مېرمنو ته د یوه باعزته، مطمین او موخه لرونکي ژوند فرصت برابرول دي."

 

لکه څرنګه چې د کاناډا مېرنو لخوا د افغانو مېرمنو موسسې په اساس نامې کې راغلي، موږ د تعلیم پرمختګ او د افغان مېرمنو او د هغوی کورنیو لپاره تعلیمي فرصتونو برابرولو او کاناډایانو ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضیعت په اړه پوهاوي ورکولو لپاره د پروګرامونه د په لاره اچولو له لارې په دې هیواد کې د بې وزلۍ د کمولو لپاره هڅې کوو. زموږ د کار په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ دې انټرنټي پانو څخه لیدنه وکړئ. www.cw4wafghan.ca او www.darakhtdanesh.org