د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د جهاد دورې څخه پاتې یو شمېر اثار وسپارل شول
د سرپل ولایت د ۲۰۹ الفتح قول اردو د درېیمې لوا د انجنیري د تحکماتو آمر او د ډلګيمشر قاري عبدالرحمن حبیب له لوري د جهاد د دورې اړوند یو شمېر پاتې اثار د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول.
په دغو اثارو کې د مخابرې یوه پایه، درې لاسي بمونه، دوه قبضې بمافګن، درې پوځي پرتلې، یوه پیک لرونکې خولۍ او دوه بیرغونه شامل دي، چې د جهاد پر مهال ترې استفاده کېده. دغه اثار د تاریخي اثارو د ساتنې، ثبت او خوندي کولو په موخه د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي اثارو د ساتنې آمریت ته وسپارل شول.
ورته مهال د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا عبدالغفار حقنما د قاري عبدالرحمن حبیب له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، د دغه ډول اثارو راټولول او ساتل د جهاد د تاریخي میراثونو په ساتنه او ثبت کې مهم وبلله او په دې برخه کې یې د اړوندو کسانو د همکاریو هرکلی وکړ.
دغه راز د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي اثارو د ساتنې آمر ملا عبدالله مومنیار وایي؛ په دغه ولایت کې د جهاد د دورې د پاتې شویو اثارو د پېژندنې، راټولولو، ثبت او ساتنې بهیر دوام لري، ترڅو دغه اثار په منظم ډول خوندي او په اړوند موزیم کې وساتل شي.
۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق
