د مقام اړوند ریاستونه

۱- د دفتر ریاست

 د دفتر ریاست د وزارت د مقام له مهمو او کلیدي ریاستونو څخه دی او دندې یې په لاندي ډول دي:

د وزیر د لیدنو کتنو برابرول او تنظیم، په مجلسونو کي ګډون او یادښت اخیستل، د وزارت مقام د هدایاتو او احکامو اخیستل، د مکتوبونو او وړاندیزونو چمتو کول او د وزارت د احکامو ثبت،

·   د مکتبونو او د ا.ا.ج د کابینې او وزیرانو شورا د مصوبو اخیستل او د وزارت مقام له هدایت وروسته اړوندو ادارو ته د هغو خپرول. د وزارت مقام د احکامو تر اخیستلو وروسته د وړاندیزونو او عریضو ثبت، د جمهوري ریاست عالي مقام ته د احکامو اخستلو له پاره د وړاندیزونو لېږل او اړوندو ادارو ته د هغو استول. دولتي او نادولتي ادارو ته د مکتونو خپرول،

·  د بهرنیو مېلمنو هرکلی کول، د وزارت مقام د جلسو تنظیم او ترتیب. له لوړو عالي رتبه دولتي او نادولتي کسانو سره د وزارت مقام د ټلیفوني اړیکو تنظیم، د مرکز او ولایتونو او همدارنګه د وزارت مقام د یادښتونو او هدایاتو تنظیم،

·        د ټولو هغو تر لاسه شویو غوښتنلیکونو او مکتوبونو اجرا کول، چي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له (۳۴) ولایتي ریاستونو څخه راسېدلي وي او عمومي ریاستونو ته  د فیډبک له پاره د هغو استول،

·        له ولایتونو څخه د تر لاسه شویو راپورونو تحلیل او تجزیه او اړوندو ریاستونو ته یې د ستونزو د حل له پاره وړاندې کول،

·        د ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ته د وزارت مقام د هدایاتو، لارښوونو، پالیسیو، پلانونو او ستراتیژیو استول،

·        د ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو تر منځ د هماهنګي او اړیکو ټینګول،

·        د ولایاتو د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاستو او مرکزي دفتر د ریاستونو تر منځ هماهنګي او د اړیکو رامنځته کول،

·        د کارونو د ښه تنطیم او انسجام لپاره د کارکوونکو کارونو پاملرنه او څار؛

·        د مرکزي او ولایتي ادارو تر منځ د کارونو د هماهنګي له پاره ولایتونو ته سفرونه،

·        د ولایتي واحدونو غوښتونو ته د رسېدو لپاره ته د هغوی له تمې سره سم لازمې مشورې،

·        د دولتي او نادولتي ارګانونو د مجلسونو، محفلونو، سیمینارونو، ورکشاپونو او کنفرانسونو ترتیب او تنظیم،

·        د کارونو د ښه ترسره کولو او انسجام له پاره د کورنیو او بهرنیو ژورنالیستانو څارنه، کنټرول او د هغوی له پاره د پېژندکارټونو وېش،

·        له فرهنګي، سیاسي، ټولنیزو مرکزونو، صوتي او تصویري رسنیو سره د اړیکو ټینګول او کنفرانسونو ته یې رابلل،

·        د کنفرانسونو، سیمینارونو او محفلونو په اړه رسنیو او فرهنګي بنسټونو ته معلومات او د هغوی خبرول،

·        ټولو اړوندو ادارو، دولتي او نادولتي ارګانونو ته په اطلاعات او فرهنګ وزارت پوري د ټولو اړوندو مکتوبونو ترلاسه کول او استول،

 

۲- د داخلي تفتیش ریاست

د کورني تفتیش بنسټونه تقریبا (۳۰) کاله وړاندي د افغانستان د وزارتونو او ادارو په اډانه (چوکاټ) کې د روڼتیا (شفافیت) او حساب ورکولو له پاره جوړ شول. د اطلاعات او فرهنګ وزارت د کورني تفتیش ریاست په (۱۳۸۴ل.) کال کي د یاد وزارت په تشکیل کي منظور شو. دغه ریاست په لومړی سر کي (۵) کسان پرسونل درلود، چې اوس (۱۲) کسانو ته لوړ شوی دی.

د کورني تفتیش د ریاست موخه، د وزارت د اجراآتو او کارونو ارزونه او تفتیش دی، تر څو روڼتیا (شفافیت ) او حساب ورکولو ته پاملرنه او د فساد مخنیوی شوی وي.

د کورني تفتیش د ریاست لرلید، د عامه شتمنۍ ساتنه، د اداري فساد مخنیوی، د شفافیت را منځ ته کول او د یوې سالمي ادارې او حکومتولۍ جوړول دي. د کورني تفتیش ریاست اوس یو رییس (دوهم بست)، یو اجرائیه مدیر (پنځم بست)، د راپورونو د تحلیل مدیریت (څلورم بست)، د ارزونۍ د ډلې آمریت (درېیم بست)، د ولایتونو مفتش، د مرکزي ادارو د ډلې آمریت (درېیم بست)، مفتش (څلورم بست)، یو صفاکار، یو خانه سامان او یو ډرایور لري.

1.     د اجراییه مدیریت کار، د کورني تفتیش ریاست د اداري کارونو اجرا کول دي.

2.     د راپورونو د تحلیل د مدیریت کار، د ارزونې آمریت د ټیمونو د راپورونو تحلیل دئ.

3.     د مرکز د ارزونې د آمریت د ډلې کار د مرکزي ادارو د مالي او حسابي کارونو د اجرااتو ارزونه او له شفافیت او حساب ورکولو څخه یې ډاډمن کېدل او د ښې حکومتدۍ رامنځته کېدل دي.

4.  د ولایتونو د ارزونې آمریت د ډلې کار، د ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو د ادارو مالي او حسابي کارونو د اجراآتو ارزونه او د کورني تفتیش د ریاست له منظور شوی پلان سره برابر تر سره کول دي.