دهوټلونو شرکت عالي شورا غونډه وکړه

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۱۱:۲۳
دهوټلونو شرکت عالي شورا غونډه وکړه .


د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت ته دکابل سريناهوټل د ١٦٨مليونو ډالرو پور په باب دهوټلونوشرکت  د عالي شورا فوق العاده غونډه  د اطلاعاتواوفرهنګ  وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ نن   غونډه وکړه
د باختراژانس د خبرله مخې؛  محمد طاهر زهير د دولت  د پورونوترلاسه کول د وزارت  له مهمو دندو څخه وبلل او ويې ويل:  د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت ته د کابل سرينا هوټل د ١٦٨مليونو ډالرو پور د موضوع څېړنه مهمه ده  چې بايد ورته پاملرنه وشي .
په دې غونډه کې د هوټلونو د شرکت رييس ذبيح الله  احسان د کابل سرينا هوټل  د پور په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: کابل سرينا هوټل  له  ٢٠١٠ کال څخه تراوسه پورې د دغه هوټل د اجارې  د نه ورکولو له پلوه  د اطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه  ١٦٨ مليونه ډالره  پوروړى دى .
  هغه دغه راز وويل: د دغو کلونوپه اوږدو کې د هوټل  د عوايدو صورت حساب وړاندې  شوى دى خو شفاف نه دى ځکه  د کابل سرينا هوټل عوايد په جلال اباد کې د سپين زر هوټل  د عوايدو په پرتله لږ دى .
هغه زياته کړه  د کابل سرينا هوټل  په  ٢٠٠٥ کال کې له بيا رغاونې وروسته  د ديرشوکلونو لپاره د هغه  اوسنى خاوند ته  په اجاره ورکړ شوى دى.  چې د قرارداد له مخې له  ٢٠٠٥ څخه  تر  ٢٠١٠ پورې د اجارې له حق څخه معاف و . له  ٢٠١٠ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې  او د ٢٠٢٠ کال  څومياشتې پوروړى دى .
دغه راز د هوټلونو شرکت رييس وايي:  د حق الاجارې د ورکولو په خاطر يې څومکتوبونه لېږلي دي ؛ تراوسه پورې  د کابل سرينا هوټل  په دې برخه کې اقدام نه ده کړې .
د کابل سرينا هوټل مالي مسوول  صفت الله وزيري  په دې غوڼده کې وويل، چې کابل سرينا هوټل له ٢٠٠٥ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هوټلونوشرکت ته  ٣٢ مليونه ډالره ورکړي دي او د اطلاعاتواوفرهنګ له وزارت څخه سل مليونه ډالره  پوروړى  دى .
هغه دغه راز ادعاوکړه  چې د ماليې وزارت ٤١٦زره ډالره دکابل سرينا هوټل له حساب څخه د ماليې له درکه وضع کړي دي . سره له دې چې کابل سرينا هوټل  د قرارداد پربنسټ  د لسو کلونولپاره  د ماليې له ورکولو څخه معاف و .
له بله پلوه  د قرارداد له مخې بايد  د افغانستان دولت  د زرنګار پارک  او د افغاانستان بانک اود کابل سرينا ترمنځ سړک هم هوټل ته ورکړى واي .  چې نه يې دى  ورکړى . او له دې پلوه هم  د هوټل خاوند زيانمن شوى دى .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  د دواړو لورو د رپوټونو له اورېدو وروسته پريکړه وکړه چې په لومړي ګام کې  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  او کابل سرينا هوټل  يو هيئت  موظف شي چې موضوع په دقيقه توګه  وڅېړل شي  او پايلې يې مسوولو مقاماتو ته ورسوي .
محمد طاهر زهير دغه راز وويل که چېرې  موظف پلاوى  بريالى نه شي کومې ملموسې پايلې ته ورسېږي  بيا دې يوبل واکمن پلاوى له اړوندو بنسټونو څخه وټاکل شي .اوموضوع دې وڅېړي او پايلې دې جمهوري رياست  اود چارو ادارې ته وړاندې کړي .
ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې  د موضوع د څېړنې په مقصد د همغږۍ غونډه  جوړه شي 
کابل/ دچنګاښ ٣١مه /باختر:

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۱
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷) به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتابِ وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری از. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۲۴
Background image

برگزاری مشاعره عنعنوی بهاری(لغمان سرسبز)

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به هماهنگی ریاست ترنم و ترانه‌های وزارت اطلاعات و فرهنگ مشاعره عنعنوی بهاری لغمان سرسبز را در کنار دریای خروشان الینگار شهر مهترلام راه‌اندازی کرد که. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۹
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با نویسندگان، فرهنگیان و جوانان فعال

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت ارزگان نشست هماهنگی با نویسندگان، فرهنگیان و جوانان فعال این ولایت راه‌اندازی کردند که هدف از برگزاری این نشست، ترویج ارزش‌های اسلامی و ملی در جامعه،. . .

BACK TO NEWS