دهوټلونو شرکت عالي شورا غونډه وکړه

ehsan
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۱۱:۲۳
دهوټلونو شرکت عالي شورا غونډه وکړه .


د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت ته دکابل سريناهوټل د ١٦٨مليونو ډالرو پور په باب دهوټلونوشرکت  د عالي شورا فوق العاده غونډه  د اطلاعاتواوفرهنګ  وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ نن   غونډه وکړه
د باختراژانس د خبرله مخې؛  محمد طاهر زهير د دولت  د پورونوترلاسه کول د وزارت  له مهمو دندو څخه وبلل او ويې ويل:  د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت ته د کابل سرينا هوټل د ١٦٨مليونو ډالرو پور د موضوع څېړنه مهمه ده  چې بايد ورته پاملرنه وشي .
په دې غونډه کې د هوټلونو د شرکت رييس ذبيح الله  احسان د کابل سرينا هوټل  د پور په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: کابل سرينا هوټل  له  ٢٠١٠ کال څخه تراوسه پورې د دغه هوټل د اجارې  د نه ورکولو له پلوه  د اطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه  ١٦٨ مليونه ډالره  پوروړى دى .
  هغه دغه راز وويل: د دغو کلونوپه اوږدو کې د هوټل  د عوايدو صورت حساب وړاندې  شوى دى خو شفاف نه دى ځکه  د کابل سرينا هوټل عوايد په جلال اباد کې د سپين زر هوټل  د عوايدو په پرتله لږ دى .
هغه زياته کړه  د کابل سرينا هوټل  په  ٢٠٠٥ کال کې له بيا رغاونې وروسته  د ديرشوکلونو لپاره د هغه  اوسنى خاوند ته  په اجاره ورکړ شوى دى.  چې د قرارداد له مخې له  ٢٠٠٥ څخه  تر  ٢٠١٠ پورې د اجارې له حق څخه معاف و . له  ٢٠١٠ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې  او د ٢٠٢٠ کال  څومياشتې پوروړى دى .
دغه راز د هوټلونو شرکت رييس وايي:  د حق الاجارې د ورکولو په خاطر يې څومکتوبونه لېږلي دي ؛ تراوسه پورې  د کابل سرينا هوټل  په دې برخه کې اقدام نه ده کړې .
د کابل سرينا هوټل مالي مسوول  صفت الله وزيري  په دې غوڼده کې وويل، چې کابل سرينا هوټل له ٢٠٠٥ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هوټلونوشرکت ته  ٣٢ مليونه ډالره ورکړي دي او د اطلاعاتواوفرهنګ له وزارت څخه سل مليونه ډالره  پوروړى  دى .
هغه دغه راز ادعاوکړه  چې د ماليې وزارت ٤١٦زره ډالره دکابل سرينا هوټل له حساب څخه د ماليې له درکه وضع کړي دي . سره له دې چې کابل سرينا هوټل  د قرارداد پربنسټ  د لسو کلونولپاره  د ماليې له ورکولو څخه معاف و .
له بله پلوه  د قرارداد له مخې بايد  د افغانستان دولت  د زرنګار پارک  او د افغاانستان بانک اود کابل سرينا ترمنځ سړک هم هوټل ته ورکړى واي .  چې نه يې دى  ورکړى . او له دې پلوه هم  د هوټل خاوند زيانمن شوى دى .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  د دواړو لورو د رپوټونو له اورېدو وروسته پريکړه وکړه چې په لومړي ګام کې  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  او کابل سرينا هوټل  يو هيئت  موظف شي چې موضوع په دقيقه توګه  وڅېړل شي  او پايلې يې مسوولو مقاماتو ته ورسوي .
محمد طاهر زهير دغه راز وويل که چېرې  موظف پلاوى  بريالى نه شي کومې ملموسې پايلې ته ورسېږي  بيا دې يوبل واکمن پلاوى له اړوندو بنسټونو څخه وټاکل شي .اوموضوع دې وڅېړي او پايلې دې جمهوري رياست  اود چارو ادارې ته وړاندې کړي .
ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې  د موضوع د څېړنې په مقصد د همغږۍ غونډه  جوړه شي 
کابل/ دچنګاښ ٣١مه /باختر:

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۳ - ۸:۲۲
Background image

د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر پیغام

زموږ د ګران هېواد افغانستان ټولو ځوانانو ته د زړه له تله  د ځوانانو نړیوالې ورځې مبارکي وایم. سږکال  موږ دا بختوره ورځ په داسې شرایطو کې نمانځو چې په هېواد کې  تلپاتې او باعزتې سولې ته. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۸:۵۶
Background image

محمد طاهر زهیر: علم ګنج تاریخي بڼ به له بیارغاونې وروسته ترډېره د فرهنګی چارو لپاره وکارول شي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهرزهیر نن د علم ګنج تاریخي بڼ،  چې بیا پر ماشین خانې هم مشهور شو، د لیدو پر مهال وویل چې دا بې ساری تاریخی ځای به له بیارغاونې. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۶ - ۹:۱۷
Background image

محمد طاهر زهير د هېواد د پېژندل شوي فرهنګي او هنري بنسټ په توګه د کابل نندارې د بيارغاونې پر ژر پيل ټینګار وکړ

-
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ګرځندوى، ملي تياتر، کابل نندارې او موسيقۍ رياستونو د بېلابېلو څانګو د کتنې په وخت کې لارښوونه وکړه چې د هېواد د پېژندل شوي فرهنګي. . .

BACK TO NEWS