د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د اندونيزيا جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير رتنومرسودي سره وکتل .

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۹:۱۳
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د اندونيزيا جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير رتنومرسودي سره وکتل .

د اطلاعاتو او فرهنګ و زارت سرپرستې حسينې ساپۍ دافغانستان او د اندونيزيا د ښځو د پيوستون شبکې دغړو په توګه د اوو افغان ښځو د ورپېژندنې په  غونډه کې د دواړو هېوادونو د ښځو ترمنځ پر همغږۍ او پيوستون باندې  ټينګاروکړ .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د ښځو د لاسته راوړنواو پرمختګونو يادونه وکړه او دافغانستان اواندونيزيا  د نږدي اړيکو په باره کې يې  خبرې وکړې .
هغې زياته کړه،  چې دسولې په پروسه کې د ښځو رول  ډېر اغيزمن دى او افغان ښځو په تېرو کلونوکې ډول ډول اوګټور نوښتونه  رهبري کړل  چې د سولې په پروسه کې اغيزمنه  ونډه ولري .
  هغې وويل:  د افغانستان حکومت  د هېواد په ټولو برخو کې د ښځو د رول د ودې اوپياوړتيا  غوښتنه وکړه.
حسينې ساپۍ  د تجربو په شريک کولو، عملي بېلګو او د اسلامي ارزښتونو په شريکولو کې داندونيزيا د ملاتړ د اړتيا په باره کې خبرې وکړې او د ښځو په زده کړې، روغتيا او اقتصادي  ځواکمن کولو  پورې  د اړوندو مشخصو سپارښتونو دتدوين په مقصد د افغانستان او اندونيزيا د ښځو د پيوستون شبکې  جوړول يې  مهم ګام وباله .
په همدې حال کې د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزير رتنو مرسودي د ښځو د ظرفيت پياوړتيا يو مهم اصل وباله او زياته يې کړه چې  ما په دوحه کې نړيوالې ټولنې ته داپيغام ورکړ  چې افغان ښځې  په شاتګ نه کوي او افغانان دې باور ولري چې نړيواله ټولنه په بشپړه توګه د دغې لاسته راوړنې ملاتړ کوي .
د ښځو چارو  وزيرې دلبر نظري  په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان  ښځو په وروستيو دوو لسيزو کې د دولت د مشرتابه په ملاتړ او د نړيوالې ټولنې په هراړخيز ملاتړ سره د زده کړې ، سياسي مشارکت او د ماشومانواو ميندو دمړينې دکمښت،  د منځني عمر په لوړولو او دحقوقي چاپيريال  د ښه والي په برخه کې د يادونې وړ پرمختګونو ته  لاسرسى پيداکړى دى او دادى د ښځو د اقتصادي  ځواکمنۍ دلوړولو لپاره هراړخيزې هڅې  دوام لري.
خو تپل شوې جګړه د دې سبب شوې ده  چې لا تراوسه پورې موږ  د هېواد په اقتصادي او ټولنيز ژوندانه کې د ښځودګډون په برخه کې له بېلابېلو  ننګونو سره  مخامخ واوسو .
داسلام د مقدس دين له لارښوونو سره په اعتدالي  قرائت په ډډې لګولو سره  د ژوندانه  په بېلابېلو برخو کې  د ښځو د مشارکت  لوړې کچې ته د رسېدو په برخه کې داندونيزيا جمهوريت ځلانده تجربې په افغانستان کې د ښځو غورځنګ  دمشرانو او فعالانو لپاره  ډېرې په زړه پورې او زده کوونکې دي .
  باور لرم چې په جاګارتا کې  دپاېدونکې سولې په خاطر د دواړو هېوادونود ښځو  د تېرکال  د نوامبر د ديالوګ ترسره کول  چې نننۍ غونډه په حقيقت کې د هغه دوام دى  او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو کچه يې  ډېره لوړه کړې ده .
دغونډې په پاى کې  اووه افغان ښځې د افغانستان له لوري  د افغانستان او اندونيزيا د ښځو د پيوستون شبکې  دغړو په توګه  وروپېژندل شوې .
ديادونې وړ ده  چې نننۍ غونډه  د افغانستان او اندونيزيا د ښځو د ډيالوک  دوام (د سولې د رامنځته کولو، ساتنې او پايښت کې د ښځو د رول په باره کې ډيالوک، د تشو ډکول او د تجربو شريکول ) په ٢٠١٧ کال کې اندونيزيا ته دافغانستان داسلامي  جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني د رسمي سفر په بهير کې  د دواړو هېوادونو د جمهورو رييسانو ترمنځ  يو له موافقه شويو  مواردو څخه وو .
کابل /دکب ١٣مه/ باختر

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۱:۲۵
Background image

در آینده نزدیک کتاب‌خانه ولسوالی مقر فعال و به بهره‌برداری سپرده می‌شود!

چهارشنبه مورخ(۱۵ شوال المکرم ۱۴۴۵) ملا حمیدالله نثار رییس اطلاعات و فرهنگ غزنی در دفتری کاریش با شماری از بزرگان قومی و باشنده‌گان ولسوالی مقر غزنی دیدار کرد.

ملا حمیدالله نثار رییس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۹
Background image

در مرکز آموزشی لوگر به ۳۰۰ تن شاگرد برنامه آموزشی بهاری آغاز شد!

چهارشنبه مورخ(۱۵ شوال المکرم ۱۴۴۵) از سوی آمریت امور جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ به ۳۰۰ تن شاگرد‌ برنامه آموزشی بهاری آغاز شد.

رفیع الله صمیم رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت لوگر ضمن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۸
Background image

به شاگردان مکتب پیرامون کتاب‌خانه‌عامه معلومات ارائه گردید!

چهارشنبه مورخ(۱۵ شوال المکرم ۱۴۴۵) به شاگردان مکتب خصوصی لارښود پیرامون کتاب‌خانه‌عامه ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هلمند معلومات ارائه گردید.

محسن عمری مدیر کتاب‌خانه عامه به شاگردان. . .

BACK TO NEWS