د وزیر ژوند لیک

محترم ملا خیرالله خیرخواه

د اطلاعاتو او کلتور محترم وزير ملا خير الله خيرخواه
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه

محترم ملا خیرالله خیرخواه د مرحوم سید ولي زوی د کندهار ولایت ارغستان ولسوالي په ګوهري کلي کې زیږیدلی.

د کمونیستي کودتا وروسته په کوچنیوالي کي يې د خپلې کورنۍ سره پاکستان ته هجرت کړی او هلته یې د بلوچستان په سرانانو کمپ، د کوټې ښار، بیا د چراټ جامعه محمدیه او کوهاټ کې دیني زدکړي ترسره کړي دي.

ملا خیرالله خیرخواه د قرآن کریم حافظ دی، نوموړی د خپلې مورنۍ ژبې نه پرته په دري، عربي، انګلیسي او اردو ژبو روانې خبرې کولی شي.

د شوروي پر خلاف جهاد کې یې عملا برخه اخیستې او بیا د طالبانو اسلامي تحریک د پیل سر سم د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ په هیواد کې د فساد د له منځه وړلو او امن راوستلو په هدف کار پیل کړ، د کابل له فتحې مخکې یې د طالبانو د ویاند په حیث دنده اجراء کړې.

د افغانستان اسلامي امارت د واکمنۍ پرمهال د کورنیو چارو وزیر او وروسته د جنوب غرب حوزې تنظیمه رئیس او د هرات د والي په توګه وظیفه اجراء کړې.

پر هیواد د امریکا د یرغل وروسته نوموړی په 2002م کال په پاکستان کې ونیول شو او بیا امریکایانو ته تر سپارلو وروسته په 1/ 5/ 2002م تاریخ د کیوبا ګوانتنامو زندان ته ولیږدول شو او هلته څه باندي دیارلس کاله بندي و.

ملا خیرالله خیرخواه په 1/ 6/ 2014م د یو امریکايي بندي سره د تبادلې په نتیجه کې د څلورو نورو طالب مشرانو سره یوځای ازاد او قطر ته انتقال شو.

نوموړی په 2018 کال کې د سیاسي دفتر او د امریکایانو سره د مذاکراتي ټیم د غړي په حیث وټاکل شو او اوس مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر څنګ د سياسي کميسيون غړيتوب هم لري.