مالي اداري او ګرځندوی معینیت

پوهنیار سیده مژګان مصطفوي د سید هاشم لور، په (۱۳۵۱) ل.ل کال د کابل ښار په یوه متدینه او روڼ اندې کورنۍ کي زېږېدلې ده.

لومړنۍ زده کړې یې د عبدالغفور ندیم په ښوونځي کې کړي، منځنۍ او لیسه یې د افشارو په عالي ښوونځي کې د (۱۳۵۷) ل.ل څخه تر (۱۳۶۸) ل.ل کال پورې زده کړي دي. په (۱۳۶۸)ل.ل کال د کانکور له لارې د کابل پوهنتون، د ادبیاتو پوهنځي، انګلیسي څانګې ته بریالۍ شوه او دوه کاله یې دا پوهنځي ولوست، خو په هیواد کې د کورنیو جګړو له امله یې زده کړې یې نیمګړې پاتې شوې او له کورنۍ سره ایران ته کډه شوه. سیدې مژګان مصطفوي په ایران کې د کډوالو په مدرسو کې زده کړې پیل کړې او هم یې په ځینو ژورنالیستکي فعالیتونو کې ګډون وکړ.

د نوموړې دا فعالیتونه او لېوالتیا د دې لامل شوه، چې په (۱۳۷۳) ل.ل کال کې  د ایران د علامه طباطبایي په پوهنتون کې د ژورنالیزم او ټولنیزو اړیکو پوهنځی پیل کړي.

په یادې څانګه کې د مېرمن مصطفوي هڅې د دې لامل شوې، چي د خپل پوهنځي د محصلانو په کتار کې یوه مخکښه محصله وپېژندل شي او دغه رشته یې د (۱۳۷۳- ۱۳۷۸) ل.ل کلونو تر منځ په خورا بریالیتوب ترسره او د لیسانس سند واخیست او له (۱۳۸۰ل.) کال څخه تر (۱۳۸۲) ل.ل کال یې د علامه طباطبائي پوهنتون، له ژورلیزم او ټولنیزو اړیکو پوهنځي څخه د ماسټرۍ سند هم تر لاسه کړ او د ماسټرۍ تېزیس یې ( نقش رسانه های جمعی بالای توسعه افغانستان) وو.

د ماسټرۍ د دورې تر بشپړولو وروسته بيرته افغانستان ته راغله او په (۱۳۸۶) ل.ل کال کي، د کابل پوهنتون، د ژورنالیزم پوهنځي په علمي کادر کې شامله شوه او تر اوسه هم په یاد پوهنځي کې تدریس کوي. همدارنګه د دغو کلونو په اوږدو کې یې د کابل پوهنتون د څېړنو او پالیسۍ په مرکز کې، استادانو او محصلانو ته په ټولنیزوعلومو کې د څېړنو د څرنګوالي تدریس هم کاوه. د دې تر څنګ یې له انټرنیوز سره (په رسنیو کي حقوق او اخلاق) په برخه کي هم د څېړوونکې په توګه همکاري کوله او د دغه څېړنې پاېلې په (۱۳۸۸) ل.ل کال کې د کتاب په بڼه د رسنیو د یوالي مرکز له خوا چاپ او تود هرکلی یې وشو.

میرمن مصطفوي په (۱۳۸۵ل.) کال کي د بهزیستي موسسې سره هم د (اداري اُصولو او رهبرۍ) د استاد په صفت کار کاوه. په همدې کال ئې  د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون سره د (د رسومو او عنعناتو تاثیرات پر افغانو ښځو) تحقیق کي هم همکاري کول.

په (۱۳۸۵ل.) کال کي ئې د ځینو دوستانو په غوښتنه د ښځو چارو په وزارت کي ئې یو کال د اطلاعاتو او عامه ارتباطاتو د رئیس په صفت کار وکړ او په (۱۳۸۶ل.) کال کي د دوی ښه کارکردګۍ او مسوولیت پزیرۍ ته په کتلو سره د جمهوري ریاست په منظورۍ د ښځو چارو وزارت د مسلکي او پالیسۍ د معیني په صفت و ټاکل شول او تقریبا یو کال ئې پر نوموړي معینیت کار وکړ.

په (۱۳۹۴ل.) کال د اطلاعات او فرهنګ ورازت په پشنهاد او د جمهوري ریاست د (۵۳) (۲۳/۳/۱۳۹۴ل.) حکم پر اساس د اطلاعات او کلتور وزارت د نشراتي معین په صفت مقرره شول او تر څنګ ئې د کابل پوهنتون د ژرنالیزم په پوهنځي کي تدریس کاوه. اوس میرمن سیده مژګان مصطفوي د اطلاعات او فرهنګ وزارت د توریزم او مالي اداري معیینه ده.

MOIC