د نشراتو معینیت

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د نشراتو د معین ژوندلیک

 

سید آقا حسین فاضل سانچارکي د الحاج سید غلام رضا حسیني زوی، په (۱۳۳۸) ل.ل کال د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې زېږېدلی دئ. لومړنۍ زده کړې یې په خپله سیمه کې کړي او په افغانستان کي د کورنیو تحولاتو پرمهال ایران ته کډه شوی او هلته یې د انساني علومو په برخه کې تحصل کړی دی.

ښاغلي سانچارکي د زده کړې تر څنګ د غربت په دیار کې د قلم له لاري د پردیو پر وړاندې په جهاد کې برخه اخیستې ده او په دې اړه یې ډېرې لیکنې کړي دي، چي د پردیو پر وړاندې یې د ځوانانو د روحيې په لوړولو کې لويه ونډه لرله.

د دې ترڅنګ ښاغلي سانچارکي له یوې ډلې افغان روڼ اندو سره په ګډه د (کانون مهاجر) په نامه یو فرهنګي مرکز هم پرانیست، چي له دې لارې یې خپل فعالیتونه د افغانستان د پېژندنې او معنوي پانګې په اړه د یوې اوونیزې له لارې، چي (پیام مهاجر) نومېده چاپوله او همدارنګه یې د تاریخ او فرهنګ په اړه کتابونه چاپ او علمي-فرهنګي کنفرانسونه یې جوړول.  

ښاغلي سانچارکي د کډوالۍ پرمهال، که هغه د کورنۍ جګړې وخت وو، که د سولې، ځان یې د فرهنګي څېرې او قلموال په توګه مطرح کړی دی او د لیکنو له لارې یې د افغانانو تر منځ د یووالي په برخه کې خورا ښه رول لوبولی دی. ښاغلی سانچارکي په ایران کې د هجرت پرمهال د (کانون مهاجر) فرهنګي مرکز په جوړولو او (پیام مهاجر) پر اوونیزې سربېره له اغېزمنو مجلو او خپرونو سره هم قلمي همکاري کوله، چې له هغو څخه (حبل الله) مجله یادولای شو او همدارنګه ښاغلي سانچارکی د ورځپانې د لیکوال او په نورو مختلفو رسنیو کې د ویاند، لیکوال او برنامو د چمتو کوونکي په توګه کار کړی دی.

په رسنیو کې کار کولو ښاغلي سانچارکي ته ښه زمینه مساعده کړه، چي له سیاسي، فرهنګي شخصیتونو، شاعرانو، د فکر خاوندانو او ادیبو کډوالو سره اشنا او له دوی سره په ګډه د بېلابېلو موضوعاتو اړوند مختلف پروګرامونه جوړ کړي.

نوموړی په (۱۳۷۳۵‍) ل.ل کال بیرته افغانستان ته راستون شو، د هیواد شمال ته ولاړ او د (۱۳۷۶) ل.ل کال تر پایه د وحدت اسلامي ګوند د دفتر رئیس او په شمال کي یې دنده درلوده، چې د دغه وخت په جریاناتو کي یې مهم رول ولوباوه.

د (۱۳۷۷) ل.ل کال په لومړیو کې چې په مزار شریف کې بې نظمۍ او بې بندو بارۍ وې، د ځینو مخالفتونو له امله یې مزار شریف پرېښود او د ځینو روڼ اندو او لیکوالو سره په ګډه یو فرهنګي مرکز د (موسسه فرهنګي- سیاسي امین) په نامه جوړ کړ. دغه مرکز یوه، یو میاشتنۍ خپرونه د (امین) په نامه خپروله او تر (۱۳۷۹) ل.ل کال پورې د دې میاشتنۍ مسوول مدیر وو او په یاد مرکز کي تر یوه کال وروسته د ځینو مالي ستونزو له امله هالنډ هیواد ته کډوال شو او تر (۱۳۸۲) ل.ل کال پوري هلته کډوال وو.

په (۱۳۸۲) ل.ل کال کي له اروپا څخه تر راستنېدو وروسته د فاضل سانچارکي فعالیتونه:

1.     د مهر فرهنګي مرکز جوړول او د بهار مجلې نشرول.

2.     له ۱۳۸۲ څخه تر ۱۳۸۴ل. کال پوري د اقتدار د ملي اوونیزې خپرول،.

3.     د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت،

4.     د ورځپاڼه لیکوونکو د ملي اتحادیې رئیس او د انټرنیوز موسسې مطبوعاتي سلاکار؛

5.     له (۱۳۸۶ تر ۱۳۸۹ل.) کال پوري د سید مصطفی کاظمي تر شهادت وروسته د ملي جبهې ویاند،

6.     له (۱۳۹۳-۱۳۹۸) د رسنیو د کمېټې رییس او د ډاکټر عبدالله عبدالله او ملي ایتلاف د کمپیاېن ویاند،

7.     د اجراییه ریاست فرهنګي مشاور

8.     اوس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین

د فاضل سانچارکي چاپي آثار:

1.       قطره در دریا، د بیت الله شریفې د سفر یادښتونه او خاطرات،

2.       فرهنګ و رسانه، په افغانستان کې د فرهنګ د وضعې او رسنیو په اړه،

3.       ستیغ حماسه ها، د جهاد او مقاومت د وخت یادښتونه،

4.       از قلمرو امیر تا سرزمین ملکه، د لندن سفرنامه،

5.     موانع پیش حکومت کارآمد در افغانستان با تاکید بر دور سوم انتخابات ریاست جمهوری ( پایان نامه کارشناسی ارشد علوم سیاسی در دانشگاه آزاد، در دست نشر) 

6.     په سلګونو مقالې چې په بېلابېلو رسنیو کې چاپ شوي دي.

تحصیلات:

1.     دیني علوم تر عالي کچ پورې

2.     له مرکز (جهاني المصطفی) څخه د علومو او اسلامي معارف په برخه کي لیسانس

3.     په سياسي علومو کي ماستري.

MOIC