اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون


اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د جوړېدو، لرلید، ماموریت، دندو او واکونو اړوند لنډ معلومات

د کمیسیون د جوړېدو قانوني مبنی

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۸ مادې پر بنسټ جوړ شوی دی او ۵ غړي لري چې د افغانستان د ولسمشر جلالتمآب محمداشرف غني د ۱۰۶ ګڼې فرمان پر اساس په ۱/۹/۱۳۹۷ نېټه ټاکل شوي دي. د دغه کمیسیون ټول اداري او اجرائیوي کارونه د دارالانشاء لخوا چې د کمیسیون د غړو په شمول ۵۱ تنه تشکیل لري پرمخ وړل کیږي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د ۱۳۹۷ ه ل کال د مرغومې په ۹ مه د نوو ټاکل شویو غړو د پېژندلو  وروسته په رسمي توګه خپل کار پیل کړ.

د کمیسیون اسټراټيژي

 (په عمل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق خوندیتوب) د دندو د حجم او د کمیسیون د کاري ساحې او واکونو پر اساس د کمیسیون سټراټیژي دا ده چې د کمیسیون په مرسته دولتي بنسټونه، مدني ټولنه او رسنۍ د هېواد ټولو وګړو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق د خوندیتوب لارې چارې برابرې کړي.

د کمیسیون لرلید

 اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق دودول او په آسانه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې حکومتي ادارې ځواب ورکولو ته اړ ایستل چې د روڼوالي، د فساد د کمښت، حساب ورکولو او پرانستې حکومتولۍ سبب ګرځي.

ماموریت

 عامه بنسټونه باید د خپلو کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو او د لارښوودونو د رامنځته کولو له پاره اړینې سرچینې بیلې کړي تر څو اطلاعات په لنډ وخت کې او په مناسب ډول خلکو ته وړاندې شي. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د یو تجربه لرونکي، متخصص او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق د ملاتړي بنسټ په توګه د عملي پلانونو په جوړولو د دولت د کارکوونکو (دولتي مسؤلین) او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق درلودونکو (خلک) په وړاندې عمل کوي. پالیسي جوړونکي باید اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق د خوندیتوب په خاطر یو روڼ او جامع چوکاټ د ملي او نړیوالو اصولو او قواعدو پر اساس رامنځته کړي، تر څو اطلاعاتو ته لاسرسی په یو کلتور واوړي.

موخې

اطلاعاتو ته د لاسرسي  قانون موخې عبارت دي له:

۱-  له ادارو څخه اطلاعاتو ته د حقیقي او حکمي اشخاصو د لاسرسي د حق تأمینول.

۲-  د اطلاع رسونې د فرهنګ د پیاوړتیا له شفافیت څخه د ډاډ ترلاسه کول، په حکومتولۍ کې د خلکو مشارکت او د ادارو له اجراآتو څخه حساب ورکونه او د اداري فساد پرخلاف مبارزه.

۳-  د افغانستان د اساسي قانون د درېیمې مادې په پام کې نیولو سره د بشر دحقوقو د نړیوالې اعلامیې د نولسمې مادې رعایتول.

۴- د اطلاعاتو د غوښتنې او وړاندې کولو د څرنګوالي تنظیمول.

د کمېسیون دندې او واکونه

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ۲۲مې مادې پر بنسټ کمېسیون د لاندو دندو او واکونو لرونکی دی:

۱- له ادارو څخه اطلاعاتو ته د لاسرسي له بهیر او د هغو د وړاندې کولو له څرنګوالي څخه څارنه.

۲- د غوښتونکو د شکایتونو بررسي.

۳- د اړتیا په صورت کې د ادارو د اطلاع رسونې له مسؤولو مراجعو څخه د سندونو غوښتل.

۴- غوښتونکو او ادارو ته د لازمو مشورو وړاندې کول.

۵- د ادارو د اطلاع رسونې د مسؤولو مراجعو د رپوټونو ارزونه.

۶- جمهور رئیس او د ملي شوري دواړو مجلسونو ته د کمېسیون د فعالیتونو د کلني رپوټ وړاندې کول او د هغو خپرول.

۷- د روزنیزو برنامو د دایرولو له لارې په هېواد کې د اطلاع رسونې د فرهنګ پیاوړتیا.

۸- د کمېسیون د فعالیتونو په هکله د عامه پوهاوي لوړول.

۹- د کمېسیون د تصمیمونو خپرول.

۱۰- د دې قانون د حکمونو د تطبیق له څرنګوالي څخه څارنه.

۱۱- د اړوندو لایحو او کړنلارو تصویبول.

۱۲- د ادارو له لوري د اطلاعاتو د تنظیم د څرنګوالي په هکله د اقل حد معیارونو وضع کول.

۱۳- په دې قانون کې د درج شوو نورو دندو ترسره کول.

 

د غوراوي د کمېټې رامنځته کول

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون شلمه ماده په دې اړه داسې صراحت لري:

 (۱) د کمېسیون د غړو د ټاکنې په منظور، د غوراوي کمېټه په لاندې ترکیب سره رامنځته کېږي:

۱-  د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د رئیس په توګه.

۲-  د سترې محکمې غړی د سترې محکمې د عالي شوري په ټاکنه د غړي په توګه.

۳-  د ولسي جرګې د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو د چارو د کمېسیون غړی د غړي په توګه.

۴-  د افغانستان د بشر دحقوقو د خپلواک کمېسیون غړی د هغه کمېسیون په ټاکنه د غړي په توګه.

۵-  د رسنیزې صنفي اتحادیې ټاکل شوی استازی د غړي په توګه.

۶-  د مدني ټولنې اړوند بنسټونو ټاکل شوی استازی د غړي په توګه.

۷-  د افغانستان دمدافع وکیلانو د خپلواک انجمن واکمن استازی  د غړي په توګه.

(۲) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د غوراوي کمېټې سکرتریت په غاړه

 لري.

(۳) د غوراوي کمېټه د کمېسیون د غړیتوب د لنډ ژوندلیک د منلو اعلان د کمېټې د لومړۍ غونډې له جوړېدو څخه وروسته په پنځو کاري ورځو موده کې خپروي.

(۴) د غوراوي کمېټه د رقابتي بهیر له پای ته رسېدو وروسته، د نوماندانو له ډلې څخه، د منلو د اعلان د مودې له پای ته رسېدو وروسته، د شرایطو لرونکي پنځلس تنه، په لسو کاري ورځو موده کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس ته معرفي کوي.

(۵) د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس له پنځلسو تنو څخه پنځه تنه یې د تخصص او جنسیت په پام کې نیولو سره د لومړۍ دورې لپاره د کمېسیون د غړو په توګه په لاندې ترتیب سره ټاکي:

۱- درې غړي د پنځو کلونو لپاره.

۲- دوه غړي د دریوکلونو لپاره.

(۶) د کمېسیون غړي په راتلونکو دوروکې د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

(۷) دکمېسیون غړي ددې مادې د (۵) او (۶)  فقرو د حکم په پام کې نیولوسره یوازې د یوې دورې لپاره ټاکل کېږي.

(۸) د کمېسیون غړي نه شي کولی د دندې په وخت کې په نورو دندو لاس پورې کړي، د لوړو زده کړو په مؤسسو کې تدریس له دغه حکم څخه مستثني دی.

د اطلاعاتو غوښتنې فورم دانلود 

د شکایت فورم دانلود

د اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاين سيستم

د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاين سيستم(www.askforinfo.af) د معلوماتو غوښتنه کول، د شکایتونه ثبت کول،