نیمروز کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې له مسؤل، ځوانانو او د ښوونځيو له استازو سره لیدنه وشوه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۰:۴۵
..

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام په لویدیځ زون کې د افغان خبريالانو د خونديتوب د کمېټې له مسؤل شميل ‌احمد مشعل يو شمېر ځوانانو او د ښوونځيو له استازو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې په لويديځ زون کې د افغان خبريالانو د خونديتوب د کميټې مسؤل شمیل ‌احمد مشعل د رسنیو او خبريالانو د ملاتړ له پاره د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه د مننې ترڅنګ د زياتو همکاريو غوښتنه وکړه او ويې ويل: د خوښۍ ځای دی، چې  د ا.ا له واکمنۍ وروسته په نيمروز کې د خبريالانو له خوا هېڅ ډول شکايت نه دی ثبت شوى او خبريالان هم اړ دي، ترڅو د ا.ا د نشراتي پاليسۍ په پام کې نیولو سره فعالیت وکړي، نوموړي زياته کړه؛ هغه رسنۍ چې له هېواده بهر د اسلامي نظام پر ضد فعالیت او نشرات کوي، په حقیقت کې شایعات او پروپاګند خپروي.
د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام وويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت رهبري د اسلامي نظام د اصولو او تګلارو په پام کې نيولو سره د رسنيو د ودې په موخه هڅې کوي، زمونږ اداره هوډ لري چې له رسنیو او خبریالانو سره همکاري وکړي او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دوی شته ستونزې حل کړي.
همدا راز د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبيب‌الله الهام د زرنج ښار له یو شمېر ځوانانو او د ښوونځيو له استازو سره هم په خپل کاري دفتر کې وکتل. 
یاده لیدنه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس ځوانان وهڅول، تر څو د شته فرصت څخه په استفادې، په ټولنه کې داسي کړنې تر سره کړي، چې نورو وګړو ته ګټه ترې ورسیږي، ښاغلي الهام له ځوانانو وغوښتل چې خپل ژوند ته هدف  وټاکئ، ترڅو د دنیا او آخیرت بریا ترلاسه کړئ او همدا راز د خپلو زده کړو د لا غوره والي په موخه زيار او نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وکړئ، تر څو هېواد او ټولنه مو روښانه راتلونکې ولري.
د لېدنې په ترڅ کې ځوانانو او د ښوونځيو استازو هم ځينې ستونزې او غوښتنې شريکې کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس له لوري ورته د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۶/۴/۱۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۵ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

لغمان کې د رسنیو مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ د دې ولایت د محلي رسنیو مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه، دغه ناسته کې د ملي راډیو تلویزیون د امر محمد طاهر ساپي ترڅنګ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۵:۲۳
Background image

(په اسلامي ټولنه او نظام کې د فکري زده کړې) سيالۍ غوره ګډونوال وستايل شول

د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو امريت له ٧٠٠ تنو ځوانانو څخه (په اسلامي ټولنه او نظام کې فکري زده کړه) تر عنوان لاندې ازموينه اخستل شوې وه ، چې د ازموينې ٣٥ تنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۰:۵۹
Background image

لوګر کې خبریالانو ته د رواني درملنې روزنيز ورکشاپ جوړ شو

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له خوا د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ ۲۰ تنو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته د رواني درملنې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړشو.
د. . .

BACK TO NEWS