لغمان کې د رسنیو مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه
لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ د دې ولایت د محلي رسنیو مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه، دغه ناسته کې د ملي راډیو تلویزیون د امر محمد طاهر ساپي ترڅنګ د رسنیو مسؤلینو هم برخه درلوده.
لومړي سر کې د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر فضل الرحمن پیام د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ناستې په اجنډا او موضوع یې خبرې وکړې.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د رسنیو له مسؤلینو مننه وکړه، چې همېش یې ددوی غوښتنې منلي او ناستو کې یې ورسره ګډون کړی دی، هغه وویل: د لغمان د خلکو د فکري روزنې او اصلاح په خاطر له محلي رسنیو څخه د زده کړو لړۍ پیلوي، ترڅو ورسره د ځوانانو اصلاح او ذهن سازي وشي.
نوموړي زیاته کړه؛ د یاد ریاست لخوا رسنیو ته بیلابیل کتابونه ورکول کیږي، چې همغه کتابونه به له رسنیو څخه د فکري خپرونو پرمهال نشريږي.
د رسنیو مسؤلینو وویل: د لغمان د خلکو د روزنې او اصلاح لپاره یې هر وخت هلې ځلي کړي دي او له دې وروسته به هم هڅه کوي چې ښه خدمات وړاندې کړي.
۱۴۴۶/۴/۱۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۵ هـ ل