نیمروز کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې له مسؤل، ځوانانو او د ښوونځيو له استازو سره لیدنه وشوه

panah_admin
Wed, Oct 16 2024 10:45 AM
..

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام په لویدیځ زون کې د افغان خبريالانو د خونديتوب د کمېټې له مسؤل شميل ‌احمد مشعل يو شمېر ځوانانو او د ښوونځيو له استازو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې په لويديځ زون کې د افغان خبريالانو د خونديتوب د کميټې مسؤل شمیل ‌احمد مشعل د رسنیو او خبريالانو د ملاتړ له پاره د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه د مننې ترڅنګ د زياتو همکاريو غوښتنه وکړه او ويې ويل: د خوښۍ ځای دی، چې  د ا.ا له واکمنۍ وروسته په نيمروز کې د خبريالانو له خوا هېڅ ډول شکايت نه دی ثبت شوى او خبريالان هم اړ دي، ترڅو د ا.ا د نشراتي پاليسۍ په پام کې نیولو سره فعالیت وکړي، نوموړي زياته کړه؛ هغه رسنۍ چې له هېواده بهر د اسلامي نظام پر ضد فعالیت او نشرات کوي، په حقیقت کې شایعات او پروپاګند خپروي.
د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام وويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت رهبري د اسلامي نظام د اصولو او تګلارو په پام کې نيولو سره د رسنيو د ودې په موخه هڅې کوي، زمونږ اداره هوډ لري چې له رسنیو او خبریالانو سره همکاري وکړي او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دوی شته ستونزې حل کړي.
همدا راز د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبيب‌الله الهام د زرنج ښار له یو شمېر ځوانانو او د ښوونځيو له استازو سره هم په خپل کاري دفتر کې وکتل. 
یاده لیدنه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس ځوانان وهڅول، تر څو د شته فرصت څخه په استفادې، په ټولنه کې داسي کړنې تر سره کړي، چې نورو وګړو ته ګټه ترې ورسیږي، ښاغلي الهام له ځوانانو وغوښتل چې خپل ژوند ته هدف  وټاکئ، ترڅو د دنیا او آخیرت بریا ترلاسه کړئ او همدا راز د خپلو زده کړو د لا غوره والي په موخه زيار او نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وکړئ، تر څو هېواد او ټولنه مو روښانه راتلونکې ولري.
د لېدنې په ترڅ کې ځوانانو او د ښوونځيو استازو هم ځينې ستونزې او غوښتنې شريکې کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس له لوري ورته د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۶/۴/۱۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۵ هـ ل

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS