لوګر کې خبریالانو ته د رواني درملنې روزنيز ورکشاپ جوړ شو
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له خوا د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ ۲۰ تنو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته د رواني درملنې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړشو.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازي خان ولي احمدزي د دغه ورکشاپ د جوړولو موخه د رواني درملنې برخه کې له خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو سره د معلوماتو شریکول او همدارنګه د خبريالانو ترمنځ د همغږۍ زیاتول یاد کړل.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم د ورته روزنیزو ورکشاپونو جوړول د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو لپاره اغیزناک وبلل او ترڅنګ یې د رسنیو پر نورو ملاتړ کوونکو بنسټونو هم غږ وکړ، چې د ورته نورو روزنیزو پروګرامونو جوړولو کې لاس په کار شي.
ښاغلي صمیم د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برخه کې د هر راز همکاریو ژمنه هم وکړه.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دولتي ادارو۴۰ تنه ویاندویانو، مطبوعاتي مسؤلینو او خبریالانو لپاره هم یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شوی و.
۱۴۴۶/۴/۱۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۵ هـ ل