(په اسلامي ټولنه او نظام کې د فکري زده کړې) سيالۍ غوره ګډونوال وستايل شول
د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو امريت له ٧٠٠ تنو ځوانانو څخه (په اسلامي ټولنه او نظام کې فکري زده کړه) تر عنوان لاندې ازموينه اخستل شوې وه ، چې د ازموينې ٣٥ تنه غوره ګډونوال د يوې غونډې په ترڅ کې د بېلابېلو ډاليو په ورکولو وستايل شول.
په دې غونډه کې د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا عبدالغفار حقنما ځوانان په ټولنه کې خپلو مسووليتونو ته متوجه کړل او د اصلي اسلامي کلتور په پلي کولو يې ټينګار وکړ، هغه له ځوانانو وغوښتل چې د هېواد د مشرانو، پوهانو او د رښتیني مجاهدینو په لاره روان شي او د کتاب په لوستلو او د پوره پوهې په ترلاسه کولو سره د غربي کلتور پر وړاندې مبارزه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ازموينې غوره ګډونوالو ته کمپيوټرونه، قرانکريم او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
۱۴۴۶/۴/۱۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۵ هـ ل