۵۰ تنه ځوانانو ته د فکري روزنې په موخه یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۴:۵۸
lkj

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رياست لخوا ۵۰ تنو ځوانانو ته د فکري روزنې ورکشاپ ورکړل شو.
د ورکشاپ په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان ټولو ګډنوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې خپل فکرونه او عقيدې د اسلام په روحیه سمبال کړئ، د ملي او اسلامي احساس له مخې د فکرونو د روزنې په برخه کې ګډ کار وکړئ او راتلونکي کې به دغه ډول ورکشاپونو لړۍ ته اطلاعاتو او کلتور ریاست لا دوام ورکړي.

په یاد ورکشاپ کې یو شمېر ویناوالو د فکري روزنې په ارزښت خبرې وکړې او وې ویل؛  هغه فکرونه، عقیدې او اخلاق، چې د فکري جګړې د ښکار په ترڅ کې وران شوي وي، د هغوی جوړول، اصلاح کول او بېرته د حق معیارونو ته راګرځول د اوسنیو افغان مبارزو ځوانانو دنده ده، څو دا ټولنیز مسولیت په ښه ډول سره ترسره کړي.

۱۴۴۶/۳/۸ ه‍ ق
۱۴۰۳/۶/۲۱ ه‍ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د ګرځندوی، مالي او ادري معین فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په مشرۍ فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل.
ښاغلي جمال د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۲۲
Background image

نورستان کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه 

د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د عامه کتابتون په انګړ کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د شعر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۹
Background image

د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري مرکز لښکرګاه ښار کې د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
په دې ستره ادبي او فرهنګي مشاعره کې د هلمند والي مولوي امان الدین منصور، د. . .

BACK TO NEWS