۵۰ تنه ځوانانو ته د فکري روزنې په موخه یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو
د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رياست لخوا ۵۰ تنو ځوانانو ته د فکري روزنې ورکشاپ ورکړل شو.
د ورکشاپ په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان ټولو ګډنوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې خپل فکرونه او عقيدې د اسلام په روحیه سمبال کړئ، د ملي او اسلامي احساس له مخې د فکرونو د روزنې په برخه کې ګډ کار وکړئ او راتلونکي کې به دغه ډول ورکشاپونو لړۍ ته اطلاعاتو او کلتور ریاست لا دوام ورکړي.
په یاد ورکشاپ کې یو شمېر ویناوالو د فکري روزنې په ارزښت خبرې وکړې او وې ویل؛ هغه فکرونه، عقیدې او اخلاق، چې د فکري جګړې د ښکار په ترڅ کې وران شوي وي، د هغوی جوړول، اصلاح کول او بېرته د حق معیارونو ته راګرځول د اوسنیو افغان مبارزو ځوانانو دنده ده، څو دا ټولنیز مسولیت په ښه ډول سره ترسره کړي.
۱۴۴۶/۳/۸ ه ق
۱۴۰۳/۶/۲۱ ه ل
