د اقراء خصوصي ليسې زده کوونکو له عامه کتابتون څخه ليدنه وکړه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۶:۴
rt

د پکتیا ولايت د مرکز ګرديز ښار اړوند اقراء خصوصي ښوونځي ۳۲ تنه زده کوونکو په کابل کې له مرکزي عامه کتابتون څخه د علمي ظرفیت لوړونې او له منابعو څخه د سالمې ګټې اخستنې په موخه ليدنه وکړه.
يادو زده کوونکو د ليدنې په ترڅ کې د عامه کتابتون له مختلفو برخو څخه لکه د علومو تالار، د مجلو او ورځپاڼو تالار، د افغانستان پېژندنې تالار او اسلام پېژندنې تالار څخه لیدنه وکړه، چې د عامه کتابتون د مسؤلينو له لوري ورته په هره برخه کې له منابعو څخه د سالمې ګټې اخستنې او ليدونکو ته د وړاندې کيدونکو خدماتو په اړه مفصل معلومات ورکړل.
د اقراء خصوصي ښوونځي مسؤلينو د عامه کتابتون له مسؤلينو څخه زده کوونکو ته د دا ډول علمي فرصتونو برابرولو له امله مننه وکړه.
د يادې ګټورې ليدنې په پای کې زده کوونکو د عامه کتابتون د مسؤلينو له نیک برخورد او ګټورو معلوماتو نه مننه وکړه، دا سفر يې له لاسته راوړنو ډک وباله او ويې ويل: د دې سفر له امله يې د کتاب لوستنې سره انګيزه پيدا کړه.

۱۴۴۶/۲/۲۹ ھ ق 
۱۴۰۳/۶/۱۲ ھ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د ګرځندوی، مالي او ادري معین فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په مشرۍ فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل.
ښاغلي جمال د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۲۲
Background image

نورستان کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه 

د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د عامه کتابتون په انګړ کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د شعر. . .

BACK TO NEWS