هرات کې د شعر او ادب اونیزه غونډه جوړه شوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۴:۵۵
1212

 سه شنبه (۱۰ محرم ۱۴۴۶) د ھرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلين وايي: د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شاعرانو او اديبانو د ملاتړ لپاره اونیزه غونډه جوړه کړه.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست د فرهنګ او هنر آمر مولوي حميدالله غياثي وويل: دا شعري او ادبي غونډه هره اونۍ په دغه رياست کې جوړېږي او د هغه لومړۍ شعري ناسته وه چې د هرات په اطلاعاتو او کلتور رياست کې جوړه شوې وه.

يو شمېر شاعرانو د داسې برنامو ستاينه وکړه او ويې ويل: چې په داسي غونډو کې بيلابيل ولسي او ملي اشعار ويل کيږي، دوی په دې باور دي چې دا ادبي غونډې د ادبي استعدادونو د ودې او د شعر او ادب د پیاوړتیا بنسټ دی.

د یادونې وړ ده، چې هره دوشنبه د هرات په اطلاعاتو او کلتور رياست کې داسې ادبي غونډه جوړیږي.

۱۴۰۳/۴/۲۷ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۱۷ ميلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS