ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
...

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ شوي یو ورځني روزنیز سیمینار کې وکړې.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، چې د نظام شتون او په ټولنه کې د عدالت تأمین اساسي اهمیت لري او ځوانان باید د هېواد د پرمختګ او د نظام د پیاوړتیا په برخه کې خپل مسؤولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
د ځوانانو چارو رئیس همداراز د اسلامي نظام له رهبرۍ څخه اطاعت د اسلامي نظام د ټینګښت له مهمو موضوعاتو څخه وباله او ټینګار یې وکړ، چې ځوانان باید د ژمنتیا او مسؤولیت‌ منلو له مخې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره په بېلابېلو برخو کې هڅې وکړي.
ورته مهال، د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف‌الدین معتصم وویل: ځوانان باید د دیني علومو د زده ‌کړې ترڅنګ، د عصري علومو، کمپیوټر او مسلکي مهارتونو زده‌کړې ته هم پاملرنه وکړي او په ټولنیزو رسنیو کې د ناسمو خبرونو له خپرولو څخه ډډه وکړي.
همداراز په سیمینار کې نورو ویناوالو هم د سالمې عقیدې، نېک عمل، له ښوونیزو فرصتونو څخه د ځوانانو د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د علم زده‌کړې، وړتیا‌ لوړولو، د تبلیغاتو پر وړاندې هوښیارۍ او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د ونډې اخیستنې پر اهمیت ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۵/۶ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS