محمدطاهرزهير: د شفافيت او حساب ورکولوپه رامنځ ته کولو کې د مدني ټولنې فعال رول د ستاينې وړ دى Written by manager

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۱۱:۱۴
محمدطاهرزهير: د شفافيت او حساب ورکولوپه رامنځ ته کولو کې د مدني ټولنې فعال رول د ستاينې وړ دى Written by manager

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزيرمحمد طاهر زهير د باميانو د مدني ټولنې له يوشمېرفعالانو او فرهنګيانوسره وکتل.
په دې کتنه کې د مدني ټولنې فعالانو اوفرهنګيانو محمد طاهر زهير ته د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست اونوماند وزير په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وويله او  په دې لنډه موده کې يې د هغه فعاليتونه اوبرياليتوبونه وستايل.
دوى په خپلو خبرو کې زياته کړه:  څرنګه چې باميان د هغو ولايتونو له جملې څخه دى چې زيات تاريخي اوفرهنګي ميراثونه لري، نو  زياتې پاملرنې ته هم اړتيالري.
د باميانو د مدنې ټولنې فعالانو او فرهنګيانو دغه راز په سرو ممنوعه ځايونو کې د خپل سرو کورونو د جوړولو په اړوند خپلې اندېښنې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  له سرپرست سره  شريکې کړې.
وروسته  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  اونوماند وزير محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې د هېواد د تاريخي ابداتو او فرهنګي ميراثونو پرساتنې ټينګاروکړ او په دې لاره کې يې د باميانو د مدني اوفرهنګي ټولنې فعاليتونه وستايل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS