د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې
بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) اوولسمې ګڼې فرمان یو هر اړخیز فرمان دی چې ټولنه له خرافاتو او ناوړه کړنو څخه ژغوري، د مسؤلینو په وینا په دغه سیالۍ کې د ځوانانو ګډون د اطاعت او دې فرمان ته د ژمنتیا څرګندونه کوي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې دا فرمان د ژوند د ستونزو د حل سبب شوی او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) ټول فرامین د خلکو د ستونزو د حل په موخه صادرېږي.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د ازموینې غوره ګډونوالو ته فرهنګي جایزې هم ورکړل شوې.
۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق
