محمدطاهرزهير: د شفافيت او حساب ورکولوپه رامنځ ته کولو کې د مدني ټولنې فعال رول د ستاينې وړ دى Written by manager
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزيرمحمد طاهر زهير د باميانو د مدني ټولنې له يوشمېرفعالانو او فرهنګيانوسره وکتل.
په دې کتنه کې د مدني ټولنې فعالانو اوفرهنګيانو محمد طاهر زهير ته د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست اونوماند وزير په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وويله او په دې لنډه موده کې يې د هغه فعاليتونه اوبرياليتوبونه وستايل.
دوى په خپلو خبرو کې زياته کړه: څرنګه چې باميان د هغو ولايتونو له جملې څخه دى چې زيات تاريخي اوفرهنګي ميراثونه لري، نو زياتې پاملرنې ته هم اړتيالري.
د باميانو د مدنې ټولنې فعالانو او فرهنګيانو دغه راز په سرو ممنوعه ځايونو کې د خپل سرو کورونو د جوړولو په اړوند خپلې اندېښنې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرست سره شريکې کړې.
وروسته د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست اونوماند وزير محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې د هېواد د تاريخي ابداتو او فرهنګي ميراثونو پرساتنې ټينګاروکړ او په دې لاره کې يې د باميانو د مدني اوفرهنګي ټولنې فعاليتونه وستايل.
