کنړ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وکړه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۷:۳۱
…

 

سه شنبه (۲۴د شعبان ) د ځوانانو د همغږۍ غونډه د اطلاعاتو او کلتور ریاست په تالارکې په دې موخه جوړه شوې وه، چې د دې ولایت ځوانان په فکري توګه وروزل شي او ځوانان تعلیم ته مخه کړي.

 د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نجیب الله حنیف په خپلو خبرو کې وویل: ځوانان په ټولنه کې د ملا د تیر حثیت لري او درانده مسوولیتونه لري، باید خپلو مسوولیتونو ته ځیر شي، تر څو ټولنه  د بدبختیو وژغورل شي او ځوانان په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې ژوند وکړي.

 مولوي حنیف زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست دروازې د ځوانانو پرمخ پرانستې دي، هروخت دې خپله لویه او وړه ستونزه له دوی سره شریکه کړي، دوی به ورته دحل لار پیداکړي.

د ځوانانو چارو آمر مولوي شاه محمد وویل: دوی مکلف دي، چې په دې ولایت کې دځوانانو ستونزې اونظرونه واوري او په ګډه د پرمختګ لارې چارې ولټوي.

د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست په بیلابیلو ډولونو د ځوانانو د فکري روزنې پروګرامونه ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS