کنړ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وکړه
سه شنبه (۲۴د شعبان ) د ځوانانو د همغږۍ غونډه د اطلاعاتو او کلتور ریاست په تالارکې په دې موخه جوړه شوې وه، چې د دې ولایت ځوانان په فکري توګه وروزل شي او ځوانان تعلیم ته مخه کړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نجیب الله حنیف په خپلو خبرو کې وویل: ځوانان په ټولنه کې د ملا د تیر حثیت لري او درانده مسوولیتونه لري، باید خپلو مسوولیتونو ته ځیر شي، تر څو ټولنه د بدبختیو وژغورل شي او ځوانان په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې ژوند وکړي.
مولوي حنیف زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست دروازې د ځوانانو پرمخ پرانستې دي، هروخت دې خپله لویه او وړه ستونزه له دوی سره شریکه کړي، دوی به ورته دحل لار پیداکړي.
د ځوانانو چارو آمر مولوي شاه محمد وویل: دوی مکلف دي، چې په دې ولایت کې دځوانانو ستونزې اونظرونه واوري او په ګډه د پرمختګ لارې چارې ولټوي.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست په بیلابیلو ډولونو د ځوانانو د فکري روزنې پروګرامونه ترسره کړي دي.
