بلخ کې د هفت قلم درې ورځنی هنري نندارتون پرانیستل شو
د بلخ اطلاعاتو او کلتور رياست او د دغه ولايت د خطاطانو او نقاشانو ټولنې له لوري په مزارشريف ښار کې د هفت قلم تر سرلیک لاندې درې ورځنی هنري نندارتون پرانیستل شو، چې په دې نندارتون کې د خطاطۍ او نقاشۍ بېلابېل ۱۴۰ هنري اثار نندارې ته وړاندې شول.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د نندارتون ارزښت ته په اشارې وویل: دا ډول هنري پروګرامونه د فرهنګي ودې او د ځوانو استعدادونو د پیاوړتیا لپاره مهم دي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست ژمنه کوي، چې د نندارتون لپاره به ځانګړی او دایمي ځای وټاکي، ترڅو هنرمندان وکولای شي، خپل اثار په منظم ډول نندارې ته وړاندې کړي.
دغه راز د هفت قلم ټولنې مسؤلینو وویل: هنر یوازې یو مهارت نه دی، بلکې د افغان هویت او کلتور روښانه هنداره ده، مسؤلینو له هېوادوالو څخه وغوښتل چې د هنري اثارو په پېرلو او ملاتړ سره دې له هنرمندانو سره مرسته وکړي، ترڅو په ټولنه کې هنر لا نور هم وغوړېږي.
د یادونې وړ ده، چې په یاد نندارتون کې اسلامي ليکنې، د افغاني کلتور تاریخي ارزښتونه او دودیزې ښکلاوې په هنري او انځوريزه توګه نندارې ته وړاندې شوې دي.
همدا راز بلخ کې د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکاریو او اطلاع رسونې بهیر پیاوړتیا په موخه د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست او د افغانستان آزادو خبریالانو اتحادیې له لوري د امارتي ادارو ویاندویانو، رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته هم وشوه.
مسؤلینو د عامه پوهاوي په برخو کې د رسنیو رول مهم وباله او د اسلامي امارت پالیسیو رعایت، د خبریالانو لا ښه مسلکي کیدو او ټولنه کې په سالم کلتور دودولو باندې یې ټنیګار وکړ.
۱۴۴۷/۹/۲ هـ ق
