د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
..

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل کېږي.
دغه جهادي آثار چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د شهید ابو یوسف، چې یو له مشهورو جهادي قوماندانانو څخه و، د جهادي ډلې له غړو سره ساتل کېدل، چې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار ته وسپارل شول.
ملا حمیدالله نثار د جهادي اثارو راټولول او ساتنه؛ د مشرتابه د فرمان عملي کول او د اشغالګرو پر وړاندې د افغانستان د ملت د شل کلن جهاد د شهیدانو وینو او قربانیو ته درناوی وباله.
نوموړي د شهید ابو یوسف د جهادي ډلې له غړو څخه د دغو اثارو د ساتنې او یاد ریاست ته د سپارلو له امله مننه وکړه او له نورو مجاهدینو او د شهیدانو له کورنیو څخه یې هم وغوښتل چې خپل جهادي آثار او هغه اسناد چې په سیمو کې د اشغالګرو د جنګي جنایتونو څرګندونه کوي، جهادي موزیم ته وسپاري، ترڅو په راتلونکي کې د هېواد په تاریخ کې ثبت شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه جهادي آثار د غزني ولایت د شهید ابو یوسف د نظامي جبهې د تخنیکي ډلې له لوري جوړ شوي وو او د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد پر مهال ترې کار اخیستل کېده.

۱۴۴۸/۴/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS