بلخ کې د هفت قلم درې ورځنی هنري نندارتون پرانیستل شو

wasim_admin
خميس, فبراير 19 2026 1:11 مساء
..

د بلخ اطلاعاتو او کلتور رياست او د دغه ولايت د خطاطانو او نقاشانو ټولنې له لوري په مزارشريف ښار کې د هفت قلم تر سرلیک لاندې درې ورځنی هنري نندارتون پرانیستل شو، چې په دې نندارتون کې د خطاطۍ او نقاشۍ بېلابېل ۱۴۰ هنري اثار نندارې ته وړاندې شول.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د نندارتون ارزښت ته په اشارې وویل: دا ډول هنري پروګرامونه د فرهنګي ودې او د ځوانو استعدادونو د پیاوړتیا لپاره مهم دي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست ژمنه کوي، چې د نندارتون لپاره به ځانګړی او دایمي ځای وټاکي، ترڅو هنرمندان وکولای شي، خپل اثار په منظم ډول نندارې ته وړاندې کړي.
دغه راز د هفت قلم ټولنې مسؤلینو وویل: هنر یوازې یو مهارت نه دی، بلکې د افغان هویت او کلتور روښانه هنداره ده، مسؤلینو له هېوادوالو څخه وغوښتل چې د هنري اثارو په پېرلو او ملاتړ سره دې له هنرمندانو سره مرسته وکړي، ترڅو په ټولنه کې هنر لا نور هم وغوړېږي.
د یادونې وړ ده، چې په یاد نندارتون کې اسلامي ليکنې، د افغاني کلتور تاریخي ارزښتونه او دودیزې ښکلاوې په هنري او انځوريزه توګه نندارې ته وړاندې شوې دي.
همدا راز  بلخ کې د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکاریو او اطلاع رسونې بهیر پیاوړتیا په موخه د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست او د افغانستان آزادو خبریالانو اتحادیې له لوري د امارتي ادارو ویاندویانو، رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته هم وشوه. 
مسؤلینو د عامه پوهاوي په برخو کې د رسنیو رول مهم وباله او د اسلامي امارت پالیسیو رعایت، د خبریالانو لا ښه مسلکي کیدو او ټولنه کې په سالم کلتور دودولو باندې یې ټنیګار وکړ.

۱۴۴۷/۹/۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

سبت, أكتوبر 10 2026 3:25 مساء
Background image

معاون وزير الإعلام والثقافة لشؤون الثقافة والفنون يلتقي مسؤولة مشاريع اليونسكو

التقى معاون وزير الإعلام والثقافة لشؤون الثقافة والفنون، الشيخ عبد الرحمن طيبي، مسؤولة مشاريع منظمة الأمم المتحدة للتربية والعلم والثقافة (اليونسكو)، سارا ضيائي، وبحث معها سبل الحفاظ. . .

سبت, أكتوبر 10 2026 11:43 صباحا
Background image

عقد اجتماع تنسيقي مع صحفيي الولايات الشمالية في كابيسا

عُقد اجتماع تنسيقي في مديرية حصه أول كوهستان بولاية كابيسا، بالتعاون بين رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية كابيسا واتحاد الصحفيين الأفغان المستقلين، بمشاركة صحفيين من وسائل الإعلام. . .

سبت, أكتوبر 10 2026 9:34 صباحا
Background image

اجتماع مع مسؤولي المطابع ودور النشر لتعزيز تطبيق أحكام حقوق الطبع والنشر

عقد مولوي عبدالظاهر مخلص، مسؤول حقوق الطبع والنشر بوزارة الإعلام والثقافة، أمس، اجتماعًا في رئاسة الإعلام والثقافة بولاية ننجرهار، مع مسؤولي المطابع الحكومية والخاصة، ومراكز التصوير. . .

BACK TO NEWS