نیمروز کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

panah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۰:۳۱
...

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په دغه ولايت کې د کتاب لوستنې اونۍ او د مطالعې دود غښتلي کولو په موخه يو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکښې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، علماء کرامو، زدکړیالانو، زده کوونکو او سلګونو ځوانانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس، د قرآنکريم او بشري کتابونو د مطالعې د ګټو اړوند هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته یې کړه: دغه ریاست په کلتوري برخه کې د ټولنې پرمختګ او سوکالۍ ته پوره ژمن دی.
په ورته وخت کې د نيمروز ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې مالي او اداري مرستیال، حافظ فضل‌ احمد شهیدزاده او د زرنج ښار د کتاب پلورونکو استازو، د مطالعې پر ارزښت او د انسان پر ژوند یې د هغه د اغېزو یادونه وکړه او د دا ډول نندارتونونو جوړول يې د مطالعې کلتور ته وده ورکولو په برخه کې خورا اغیزمن وبلل.
دغه راز د نندارتون ګډونوالو خوښي څرګنده کړه او دغه اقدام یې د لوستونکو، لیکوالانو او زدکړیالانو د خوښې وړ کتابونو د ترلاسه کولو یوازینۍ سرچینه وګڼله.
په یاد نندارتون کې ګڼ شمېر د قرآنکریم نسخې او کتابونه نندارې ته ایښودل شوي او د اخیستونکو لپاره ۲۰ سلنه تخفیف هم په پام کې نیول شوی و.

۱۴۴۶/۱۱/۱۹ ھـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS