نیمروز کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په دغه ولايت کې د کتاب لوستنې اونۍ او د مطالعې دود غښتلي کولو په موخه يو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکښې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، علماء کرامو، زدکړیالانو، زده کوونکو او سلګونو ځوانانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس، د قرآنکريم او بشري کتابونو د مطالعې د ګټو اړوند هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته یې کړه: دغه ریاست په کلتوري برخه کې د ټولنې پرمختګ او سوکالۍ ته پوره ژمن دی.
په ورته وخت کې د نيمروز ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې مالي او اداري مرستیال، حافظ فضل احمد شهیدزاده او د زرنج ښار د کتاب پلورونکو استازو، د مطالعې پر ارزښت او د انسان پر ژوند یې د هغه د اغېزو یادونه وکړه او د دا ډول نندارتونونو جوړول يې د مطالعې کلتور ته وده ورکولو په برخه کې خورا اغیزمن وبلل.
دغه راز د نندارتون ګډونوالو خوښي څرګنده کړه او دغه اقدام یې د لوستونکو، لیکوالانو او زدکړیالانو د خوښې وړ کتابونو د ترلاسه کولو یوازینۍ سرچینه وګڼله.
په یاد نندارتون کې ګڼ شمېر د قرآنکریم نسخې او کتابونه نندارې ته ایښودل شوي او د اخیستونکو لپاره ۲۰ سلنه تخفیف هم په پام کې نیول شوی و.
۱۴۴۶/۱۱/۱۹ ھـ ق