د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په افغانستان کې د رسنیو وضعیت، د بشر د حقونو او تاریخي آبداتو د ساتنې پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر وویل: د رسنیو په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فعالیتونه ښه شوي دي، د خبریالانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه شوې او د اطلاع رسونې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي آغلې فریزر ټینګار وکړ، چې د رسنیو ملاتړ د دوامداره اووسي.
همدارنګه آغلې فریزر د بشر د حقونو ساتنې په برخه کې د امیرالمؤمنین(حفظه الله) له لوري د فرامینو صادرول ښه اقدام وبلله او ویې ویل: د فرامینو صادرول د بشر د حقونو د ساتنې په برخه کې یو ښه او مثبت اقدام دی، نوموړې زیاته کړه، چې د معتادینو پر روغتون د وروستی برید په اړه څیړنې روانې دي.
د ناستې په لړ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قانون په رڼا کې د رسنیو پوره ملاتړی دی، د اصولو په اساس له رسنیو سره هر وخت همغږۍ دی او د رسنیو د اقتصادي وضعیت د لا ښه کېدو په موخه خپلې پوره هڅې کوي، ترڅو د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې حل شي.
ښاغلي شيخ صاحب زیاته کړه، چې د انساني ټولنې لپاره د مشرتابه ټول فرامین د خیر او کامیابي په موخه صادر کیږي او په دغو فرامینو کې د ښځو حقونه په پوره توګه ساتل شوي دي چې ښځو ته یې د دوی کامل اسلامي حقونه ورکړي دي.

۱۴۴۷/۱۱/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS