د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ژمنيو کورسونو څخه لسګونه تنه فارغ شول

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۷
hh

 د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت په ښوونيز مرکز کې له ژمنیو کورسونو څخه ۷۰ تنه د يوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول. 
د فراغت غونډې په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور رياست رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار وویل: هڅه کوو چې د ځوانانو د فکري او عصري روزنې په موخه په بېلابېلو برخو کې ښوونیز پروګرامونه جوړ کړو، تر څو ځوان نسل مو پر فکري او عصري زده کړو سمبال ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شي. 
د ځوانانو چارو آمر وویل: یاد شمېر کسانو ته د دیني، اصلاحي، انګلیسي، ریاضي او کمپیوټر په برخو کې په وړیا ډول درې میاشتنۍ زده کړې ورکړل شوي دي. 
د ژمنیو کورسونو څخه فارغ شویو زده کوونکو خوښي وښوده او غوښتنه یې وکړه، چې د ځوانانو د روزنې دا لړۍ دې دوامداره وساتل شي. 
مسؤلینو ډاډ ورکړ، چې هڅه کوو د کورسونو او د ځوان نسل د روزنې دغه لړۍ دوامداره وساتو.
د فراغت په دې غونډه کې استادانو او مخکښو زده کوونکو ته د مسؤلینو په لاس یو شمېر ډالۍ هم ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۹/۱۷ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۷ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۷
Background image

نیمروز کې د خبریال ملي ورځ ولمانځل سوه

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د خبريال ملي ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې پکښې د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو، د ملي راډيو تلويزيون کارکوونکو، د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۴
Background image

سرپل کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

سرپل ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د مرستیال والي ملا خال محمد حقاني په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور د رئیس، خبریالانو او د رسنیو د مسؤلینو په حضور کې د همږغۍ ناسته وشوه.
ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۲
Background image

زابل کې له خصوصي او دولتي رسنيو څخه څارنه وشوه

د زابل ولايت  د اطلاعاتو او کلتور ریاست  د اطلاعاتو آمر د یوه پلاوي په ملتیا له دولتي او خصوصي رسنیو (راډیوګانو) څخه لیدنه او څارنه وکړه. 
د اطلاعاتو آمر د رسنیو څخه د څارنې پرمهال له. . .

BACK TO NEWS