زابل کې له خصوصي او دولتي رسنيو څخه څارنه وشوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۲
هعال

د زابل ولايت  د اطلاعاتو او کلتور ریاست  د اطلاعاتو آمر د یوه پلاوي په ملتیا له دولتي او خصوصي رسنیو (راډیوګانو) څخه لیدنه او څارنه وکړه. 
د اطلاعاتو آمر د رسنیو څخه د څارنې پرمهال له مسؤلینو سره د هغوی د ښه فعالیت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه؛ چې دینې او اصلاحي خپرونو ته نوره پاملرنه هم وکړي.
نوموړي همداراز د رسنيو له مسؤلینو وغوښتل، چې د راتلونکي کال مهالوېش ورسره شریک کړي، ترڅو د اړتیا په صورت کې ټول اسناد موجود وي.
د رسنیو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور رياست سره په هره برخه کې د پوره همږغۍ او همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ویې ويل: د اسلامي او افغاني ارزښتونو او د ھېواد د ملي ګټو په نظر کې نيولو سره به خپل نشرات تر سره کوي.

۱۴۴۶/۹/۱۸ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۸ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۴:۸
Background image

سمنګان کې د بادام ګل مشاعره جوړه شوه

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لیکوالانو، فرهنګپالو او شاعرانو په حضور کې د بادام ګل تر عنوان لاندې فرهنګي غونډه او مشاعره جوړه کړه.
د غونډې په پیل کې د سمنګان د اطلاعاتو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۷
Background image

نیمروز کې د خبریال ملي ورځ ولمانځل سوه

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د خبريال ملي ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې پکښې د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو، د ملي راډيو تلويزيون کارکوونکو، د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۴
Background image

سرپل کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

سرپل ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د مرستیال والي ملا خال محمد حقاني په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور د رئیس، خبریالانو او د رسنیو د مسؤلینو په حضور کې د همږغۍ ناسته وشوه.
ملا. . .

BACK TO NEWS