نیمروز کې د خبریال ملي ورځ ولمانځل سوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۷
ییی

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د خبريال ملي ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې پکښې د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو، د ملي راډيو تلويزيون کارکوونکو، د امارتي ادارو نشراتي او مطبوعاتي مسؤلينو خبريالانو او د رسنيو مسؤلينو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبیب الله الهام خبريالانو ته د خبريال ملي ورځې د مبارکۍ ترڅنګ، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او ويې ويل: د رسنیو فعالیتونه یو روښانه رسالت دی، چې د ټولنې حقایق او واقعیتونه انعکاس کوي.
ښاغلي الهام زیاته کړه؛ د داسې مراسمو ترسره کول له رسنیو او خبریالانو څخه ملاتړ، هڅونه، همږغي او د اړیکو شتون څرګندوي.
د افغان خبريالانو د خونديتوب د ولايتي کمېټې مسؤل عبدالغفار عزيزي د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکارۍ څخه د مننې په څرګندولو سره د اسلامي نظام د دندو او فعالیتونو په انعکاس کولو کې د خبریالانو په مهم رول ټینګار وکړ او په نیمروز کې یې د محلي مسؤلینو د ملاتړ، همغږۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي څخه خوښي څرګنده کړه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر هم له خبریالانو او د رسنیو له مسؤلينو وغوښتل، چې د رسنیو د خپرونو کیفیت لوړ کړي او د راتلونکي کال لپاره د اسلامي امارت د پالیسۍ سره سم ګټور پروګرامونه چمتو کړي.
یاد مراسم د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور رياست لخوا خبريالانو ته د دوی د هڅونې په موخه د ستاينليکونو په ډالۍ کولو او دُعا ویلو سره پای ته ورسیدل. 

۱۴۴۶/۹/۱۸ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۸ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۴:۸
Background image

سمنګان کې د بادام ګل مشاعره جوړه شوه

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لیکوالانو، فرهنګپالو او شاعرانو په حضور کې د بادام ګل تر عنوان لاندې فرهنګي غونډه او مشاعره جوړه کړه.
د غونډې په پیل کې د سمنګان د اطلاعاتو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۷
Background image

نیمروز کې د خبریال ملي ورځ ولمانځل سوه

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د خبريال ملي ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې پکښې د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو، د ملي راډيو تلويزيون کارکوونکو، د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۴
Background image

سرپل کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

سرپل ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د مرستیال والي ملا خال محمد حقاني په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور د رئیس، خبریالانو او د رسنیو د مسؤلینو په حضور کې د همږغۍ ناسته وشوه.
ملا. . .

BACK TO NEWS