سرپل کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۴
تنم

سرپل ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د مرستیال والي ملا خال محمد حقاني په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور د رئیس، خبریالانو او د رسنیو د مسؤلینو په حضور کې د همږغۍ ناسته وشوه.
ملا خال محمد حقاني د رسنيزو فعالیتونو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: رسنۍ د واقعیتونو د انعکاس او عامه پوهاوي په برخه کې مهم رول لري، باید د خپلو فعالیتونو پر مهال لازمه همږغي او همکاري ولري، نوموړي له خبریالانو وغوښتل، چې د اسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې خپل فعالیتونه ترسره کړي او د عامه پوهاوي په برخه کې هڅې وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما د رسنيو د مسؤلینو او خبريالانو د ملاتړ یادونه وکړه او ویې ویل: اداره یې تل د خبریالانو ملاتړ ته ژمنه ده او خپلې همکارۍ ته به دوام ورکړي.
په دې ناسته کې خبریالانو خپلې ستونزې او ننګونې له مسؤلینو سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د ناستې په پای کې د سرپل ولایت مقام مرستیال ډاډ ورکړ، چې سیمه ‌ییزه اداره به د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ او د ستونزو د حل په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

۱۴۴۶/۹/۱۸ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۸ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۴:۸
Background image

سمنګان کې د بادام ګل مشاعره جوړه شوه

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لیکوالانو، فرهنګپالو او شاعرانو په حضور کې د بادام ګل تر عنوان لاندې فرهنګي غونډه او مشاعره جوړه کړه.
د غونډې په پیل کې د سمنګان د اطلاعاتو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۷
Background image

نیمروز کې د خبریال ملي ورځ ولمانځل سوه

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د خبريال ملي ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې پکښې د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو، د ملي راډيو تلويزيون کارکوونکو، د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۴
Background image

سرپل کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

سرپل ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د مرستیال والي ملا خال محمد حقاني په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور د رئیس، خبریالانو او د رسنیو د مسؤلینو په حضور کې د همږغۍ ناسته وشوه.
ملا. . .

BACK TO NEWS