د نشراتو معینیت

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي معین مهاجر فراهي ژوند لیک

مهاجر فراهي

 

حیات الله زاهد زاده (مهاجر فراهي) د محمد زاهد اخوند زاده زوی د مولوي سید محمد اخوند زاده لمسی او د ملا صحاف خان اخوند کړوسی په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د فراه ولایت فراه رود ولسوالۍ د وریې کلي کې یې نړۍ ته سترګې غړولي.
نوموړي لومړی  تر شپږم ټولګۍ پورې ښوونځی لوستی او بیا وروسته یې دیني درسونو ته مخه کړې، دیني لومړني درسونه یې پر خپل اکا مولوي محمد عابد اخوند زاده باندي لوستي او نوري زده کړي یې  په بېلابېلو مدارسو کې ترسره کړي، لویه دوره یې ۱۳۷۸ هـ ش کال د مېزان میاشتې  پر لومړۍ نېټه د کندهار زاړه ښار په جامعه مظهر العلوم فضلیه مدرسه کې پر شیخ مولوي عبدالبصیر رح باندي سر ته رسولې، چې د کندهار د جهادي مدرسې لخوا هم ورته د لویې دورې سند ورکول سوی.
جهادي دوره او مسئولیتونه یې:
نوموړي د تېر امارت په دوره کې  د لنډي مودې لپاره د بهرنیو چارو وزارت کې د املاکو د آمر  په توګه دنده ترسره کړې، چې بیا وروسته د بلخ ولایت د دولت آباد د ولسوال په حیث وټاکل سو، او چې بیا ١٣٨٠/ لمریز کال د میزان په  پنځلسمه نېټه د امریکا د یرغل د پیل کېدا سره د ګڼو نورو مجاهدینو په ډله کې  په شمال کې اسیر سو او شپږ میاشتي یې د شبرغان زندان کې تیري کړې.
کله چې د امریکایي اشغال پر وړاندي افغانستان کې جهاد پیل سو، نوموړی هم په خپل ولایت فراه کې یو له هغه لومړنیو کسانو څخه ؤ چې د اشغال پر ضد یې جهاد پیل کړ، خپله نظامې ډلګۍ او ملګرې یې لرل
همدا راز نوموړي په تېر شل کلن جهاد کې بېلابېل مسئولیتونه ترسره کړي، چې له جملې یې د هلمند ګرشک ولسوالۍ د نظامي کمېسیون مسئولیت، د فراه ولایت د استخباراتو د رئیس په توګه، فراه کې د نظامې کمیسیون مسؤل، د اناردرې ولسوال، د یاد ولایت د مطبوعاتې چارو مسؤل، همدا ډول د دعوت ارشاد ادارې د مسؤل په حیث، د هرات ـ کندهار د لویي لاري ابوبکر صدیق د ګمرک مسئولیت او د غرب زون حلقې د ګمرکاتو معاون په حیث مسئولیتونه تر سره کړي.
 له فتوحاتو څه موده وروسته (مهاجر فراهي) د امیرالمؤمنین په مستقیم هدایت  د هرات د ښاروال په حیث وټاکل شو، چې وروسته بیا د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړي فرمان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین وټاکل شو، چې تر دې دمه همدا دنده پرمخ وړي.
ښاغلی مهاجر فراهي د ښه استعداد، د لرلید، ژور فکر او قوي استدلال څښتن، پر دین او هیواد مین شخصیت دی، نوموړی د هیواد د دوو ملي ژبو پښتو، دري ترڅنګ په عربي، انګلیسي او اردو ژبو رواني خبرې او لیکنې کولای شي او ترڅنګ یې ښه شاعر، ادیب او لیکوال هم دی.
د نوموړي لیکلي آثار په لاندي ډول دي:
جهادي خاطرې (پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو کې)
خپلواک (شعري ټولګه)
اوسني حالات او اختراعات (ژباړه)
قرآني علاج (ژباړه)
چې څلور واړه چاپ شوي دي.