د هرات پنځم منار د نړېدو له خطر سره مخ دى د ايټاليا فلورانس پوهنتون د هرات مصلى بيارغوي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۲ - ۹:۴۹
د هرات پنځم منار د نړېدو له خطر سره مخ دى د ايټاليا فلورانس پوهنتون د هرات مصلى بيارغوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير په هغه ويديو کنفرانس کې چې نن يې د هرات له والي سره وکړ د هغو خطرونو په اړه چې د هرات مصلى پنځم منار ورسره مخ دى ، خبرې وکړې. د باختر اژانس خبريال د خبرله مخې ؛ د هرات مصلى پنځم منار د ويجاړېدو او نړېدو له زيات خطر سره مخ دى. منار په دغه شان يو حالت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اندېښنې وړ دى او دغه وزارت هلې ځلې کوي چې د دغه منار د دايمي ساتنې لارې چارې ولټوي. په همدې مقصد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير نن د هرات له والي عبدالوحيد قتالي سره د ويديو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او دواړو لورو ټينګار وکړ چې بايد د ژمي له رسېدو مخکې د هغو خطرونو مخه ونيول شي چې د هرات منارونه په تېره بيا پنځم منار ته متوجه دى.

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه: موږ له کورنيو او بهرنيو ماهرانوسره زياتې غونډې وکړې. ټاکل شوې ده چې د هرات مصلى د پنځم منار د بيارغاونې، ترميمولو او ساتنې په برخه کې ډيرژر دقيقې څېړنې ترسره شي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يو مقام د څرګندونو له مخې؛ هغوي دوه ورځې مخکې د ايټاليا له فلورانس پوهنتون څخه يو ليک ترلاسه کړى دى چې ډير ژر يوتخنيکي ټيم افغانستان ته استوي چې د دغه منار د بيارغاونې کار پيل کړي. بايد و ويل شي چې دوه ورځې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس هم د هرات مصلى د پنځم منار د ساتنې د څرنګوالي په اړه د هرات له والي سره خبرې کړې وې او د دغه لرغوني ارزښت د ساتنې لپاره يې مشخصې لارښوونې کړي دي.

کابل / د لړم ١٢مه / باختر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۴۹
Background image

حصه دوم کوهستان ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د حصه دویم کوهستان ولسوالۍ اړوند د. . .

BACK TO NEWS