حصه دوم کوهستان ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د دې ولایت د حصه دویم کوهستان ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۸۰۰ تنو زدهکوونکو ترمنځ سیالي ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.
د غونډې ویناوالو ناوړه دودونه په ټولنه کې د نه منلو وړ وبلل او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه صادر شوی دی، د عملي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته یو پایه کمپیوټر، دوهم مقام ګټونکي ته یو سيټ ځیرک موبایل او درېیم مقام ګټونکي ته یو عراده بایسکل ډالۍ ورکړل شول.
۱۴۴۷/۱۲/۳۰ هـ ق
