پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو ورځنی سیمینار وړاندې کړ، چې پکې یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو هم ګډون کړی و.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الحق صدیقي د دغه سیمینار موخه په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ عامول وبلل او ویې ویل: د انسان فکري او علمي وده له مطالعې او کتاب سره تړلې ده. نوموړي ټینګار وکړ، چې ځوانان باید د خپلې خوښې څانګې بشپړې کړي، د ټولنې اړتیاوې وپېژني او د ستونزو په حل او د هېواد په پرمختګ کې اغیزمن رول ولوبوي. ښاغلي صدیقي همدارنګه په کتابتونونو کې شته امکاناتو ته په اشارې سره له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د علم او پوهې په ترلاسه کولو سره د ټولنې په وده او پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع‌الله صمیم وویل: د عامه کتابتونونو اداره د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د پراختیا لپاره بېلابېل پروګرامونه ترسره کوي. نوموړي زیاته کړه، چې اسلام انسانان لوستلو ته هڅوي او د تاریخ د سترو پوهانو بریاوې هم د مطالعې پایله وه. ښاغلي صمیم له ځوانانو وغوښتل چې د مطالعې له لارې د نړۍ له حالاتو خبر شي، تاریخ مطالعه کړي او د ودې، پرمختګ او ټولنې ته د خدمت په لاره کې ګامونه پورته کړي. نوموړي همدارنګه د مطالعې پر وړاندې د خنډونو د پېژندلو او له منځه وړلو او د کتاب لوستنې د سیالیو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د (۱۷) ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي پاڼې، چې د ودونو، فاتحو او د حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو دودونو د مخنیوي په اړه د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا چاپ شوې وې، ګډونوالو ته ووېشل شول.

 ۱۴۴۷/۱۲/۳۰ ھـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۹:۵
Background image

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګرځندوی په پراختیا ټینګار وشو

دوشنبه (٢٧ د محرم ١٤٤٨) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په کابل کې د ترکیې جمهوریت له شارژدافیر سادین آییلدیز سره وکتل او د دواړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

د بدخشان او سرپل ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲۱
Background image

د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د محرم الحرام ۲۷) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
‏ په دې. . .

BACK TO NEWS