اخبار
د تخار ولايت اطلاعاتو او کلتور رياست د فکري جګړې تر سرليک لاندې سيمينار جوړ کړ
دتخار داطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د فکري جګړې تر سرليک لاندې يو ورځنى سيمينار د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور د رئيس مولوي ذبيح الله انصاري، د ځوانانو چارو آمر، علماوو، د پوهنتونونو. . .
لوګر کې د مخکښو مبارزو او فرهنګپالو شهیدانو په علمي، جهادي او فرهنګي کړنو غونډه جوړه شوه
د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د شهید مولوي سمیع الله ایوبي، شهید مفتي ګل احمد احرار او شهید مولوي عبدالمجید حنیف د علمي، فرهنګي، او جهادي خدمتونو په اړوند جوړې شوې. . .
د ځوانانو چارو معين په پولې تخنیک پوهنتون کې له محصلينو سره ازاد بحث وکړ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معينيت د معين قاري محمد يونس راشد له لوري د ازادو بحثونو په دوام دا ځل په مرکز کابل کې د پولې تخنیک پوهنتون له محصلینو سره آزاد بحث تر سره کړ.
د. . .
هلمند کې د تاریخي ابداتو د ساتنې په موخه ولسونو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند بُست تاريخي قلعه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی امریت آمر مولوي سلطان محمد حنیف له لوري عامه ولسونو ته د تاریخي ابداتو د ساتنې په موخه. . .
ننګرهار کې د حکومت، رسنیو او خبریالانو ترمنځ ناسته وشوه.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو د آمر مولوي صدیق الله قریشي په مشرۍ او د امنیه قوماندانۍ د ویاند حافظ عبدالبصیر زابلي، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د مسؤلینو، د. . .
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د دشت عيسي خان فاميلي پارک څخه ليدنه وکړه
د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي صفی اللّٰه رائد له دشت عیسی خان فاميلي پارک څخه ليدنه وکړه او د پارک د مسؤلينو ستونزې يې واورېدې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس له پارک څخه د. . .
د اطلاعاتو او کلتور وزير د برېښنا انرژۍ د پانګونې د فرصتونو وړاندې کولو کنفرانس کې ګډون وکړ
دوشنبه ( ۲۷ د ربيع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خيرالله خیرخواه کابل کې د افغانستان د برېښنا انرژۍ د پانګونې د فرصتونو وړاندې کولو کنفرانس کې ګډون وکړ.
د. . .
فراه کې د خبريالانو د خوندیتوب کمېټې له رئیس او خبريالانو سره ليدنه وشوه
د فراه ولايت والي مولوي غوث الدين رهبر د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئیس محمد عبدالحي سباوون په ګډون په لويديځ زون کې د خبريالانو د خوندیتوب کمېټې له مسؤل شميل احمد مشعل او د. . .
هرات کې د ګرځندوی اونۍ په تړاو نندارتون پرانستل شو
هرات ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ګرځندوی اونۍ سره هم مهاله د لاسي صنايعو او هنري اثارو اووه ورځنی نندارتون د ترکيې هيواد د سرکنسول او د ياد هيواد د همغږۍ او همکارۍ دفتر. . .
