فراه کې د خبريالانو د خوندیتوب کمېټې له رئیس او خبريالانو سره ليدنه وشوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۴:۵۹
تتممم

د فراه ولايت والي مولوي غوث الدين رهبر د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئیس محمد عبدالحي سباوون په ګډون په لويديځ زون کې د خبريالانو د خوندیتوب کمېټې له مسؤل شميل احمد مشعل او د فراه ولايت له یو شمیر خبريالانو سره په ليدنه کې د حقيقتونو پر خپرولو او تر نورو پورې په رسولو باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه، ټول مسؤلين په دي مکلف دي چې د خبريالانو د ساتنې او امنيت نيولو ترڅنګ دوی ته پر وخت اطلاعات ورکړي.
نوموړي همدارنګه خبريالان د هېواد د سترګو او غوږونو په ډول وبلل او زياته يې کړه؛ خبريالان بايد تل د بشپړې همغږۍ په درلودلو سره د حقيقت په لټه کې وي او تر خلکو پورې هغه څه ورسوي، چې د نظام پايښت، ملاتړ او ګټه پکښې خوندي وي.
ښاغلي رهبر همدارنګه خبريالانو ته د هر اړخيزه ملاتړ او د همکارۍ کولو د ډاډ ترڅنګ وویل: اسلامي نظام دې ته بشپړ ژمن دی، چې خبريالانو ته هر ډول اسانتياوې رامنځته کړي.
بل خوا په لويديځ زون کې د خبريالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل شميل احمد مشعل بيا اطلاعاتو ته د پر وخت رسيدلو، تر ولسي وګړو پورې د نظام د لاسته راوړنو د رسولو، حقيقتونو خپرولو، د يو شمير بهرنيو رسنيو له لوري د دروغجنو خبرونو د خپريدلو د مخنيوي په موخه په فراه ولایت کې د خبريالانو لپاره د ټولو ادارو له لوري د وياند او نشراتي مسؤل د ټاکلو غوښتنه وکړه او دا يې نه يوازې اړتيا وبلله، بلکې خبريالانو ته د اطلاعاتو د لاس رسي لپاره يې اغيزمن ګام هم وباله.

۱۴۴۶/۳/۲۷ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۹ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS