هرات کې د ګرځندوی اونۍ په تړاو نندارتون پرانستل شو
هرات ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ګرځندوی اونۍ سره هم مهاله د لاسي صنايعو او هنري اثارو اووه ورځنی نندارتون د ترکيې هيواد د سرکنسول او د ياد هيواد د همغږۍ او همکارۍ دفتر (ټيکا) د رئيس عرفات دنیز په ګډون په اختيارالدين تاريخي کلا کې پرانستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي احمدالله متقي وايي: دې نندارتون کې يې د ټولو هنري آثارو او لاسي صنايعو دوه برخې چې يوه د زنانه او بله د نارينه لپاره ده جوړې کړي دي، نندارتون کې د هرات ولايت په ګډون د غور، بادغيس، فراه او نيمروز ولايتونو د هنرمندانو هنري اثار او لاسي صنايع هم نندارې ته ايښودل شوي دي.
د ټيکا دفتر رئيس عرفات دنيز چې د دې نندارتون مالي ملاتړی هم دی وویل: د افغان هنرمندانو د هنري اثارو او لاسي صنايعو د پرمختګ لپاره نور پلانونه هم لري.
د نندارتون ګډونوالو د دې نندارتون په جوړولو خوښي څرګنده کړه او د نورو ملي او نړيوالو نندارتونونو په جوړولو يې ټينګار وکړ.
د يادونې وړ ده، چې دې نندارتون کې په ۱۰۰ غرفو کې هنري اثار او لاسي صنايع نندارې ته ايښودل شوي دي.
۱۴۴۶/۳/۲۷ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۹ هـ ل
