د اطلاعاتو او کلتور رئیس د دشت عيسي خان فاميلي پارک څخه ليدنه وکړه
د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي صفی اللّٰه رائد له دشت عیسی خان فاميلي پارک څخه ليدنه وکړه او د پارک د مسؤلينو ستونزې يې واورېدې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس له پارک څخه د ليدنې پر مهال له خصوصي کاروبارونو څخه د ملاتړ په کولو ټينګار وکړ او د باغ مسؤلينو سره يې ژمنه وکړه، چې د ياد پارک په پراختيا او ښکلا کې به تر خپله وسه همکاري کوي.
د پارک مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلينو له هڅو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره په ياد پارک کې د بوختو لاسي صنايعو توليدونکو څخه د هر اړخيز ملاتړ غوښتونکي شول.
۱۴۴۶/۳/۲۸ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۰ هـ ل
