د تخار ولايت اطلاعاتو او کلتور رياست د فکري جګړې تر سرليک لاندې سيمينار جوړ کړ

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۴:۳۸
trrdf

دتخار داطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د فکري جګړې تر سرليک لاندې يو ورځنى سيمينار د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور د رئيس مولوي ذبيح الله انصاري، د ځوانانو چارو آمر، علماوو، د پوهنتونونو استادانو، ځوانانو او د رسنيو د استازو په شتون کې جوړ شو.
د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح الله انصاري فکري جګړه تر نظامي جګړې ډېره خطرناکه وبلله او زياته يې کړه؛ چې د دښمن په مقابل کې په نظامي جګړه کې د انسان بدن او ژوند له منځه ځي او فکري جګړه د مسلمانانو عقیده او ایمان له منځه وړي.
هغه همداشان زیاته کړه چې په مسلمانانو باندې لازمه ده چې د لویدیځوالو د شومو پلانونو څخه خبر شي او د غربیانو او د هغوی د متحدینو د شومو پلانونو د شنډولو لپاره متحد شي او دا شوم پلانونه شنډ کړي.
د پوهنتون استاد پوهاند کبیر هوتک د فکري جګړې په دې سیمینار کې د فکري جګړې موخې او زیانونه وڅیړل او ویې ویل؛ فکري جګړه د غرب یو فریب او درواغجن شعار دی. نوموړي له ځوانانو، د پوهنتون له استادانو او پوهانو وغوښتل، چې د ټولنې خلک د علم او پوهې په لور رهبري کړي.
د غونډې ګډونوالو د دغه ډول سیمینارونو په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: دا ډول سیمینارونه د ولس او اسلامي نظام په ګټه دي او د هیواد په وړاندې د غربیانو د ناوړو پلانونو د له منځه وړلو لپاره به هم ګټور تمام شي.

۱۴۴۶/۳/۲۸ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۰ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۱:۲۹
Background image

غزني کې ځوانانو ته د فکري جګړې په اړه معلوماتي سمینار ترسره شو

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوری یاد ریاست کې ځوانانو ته د فکري جګړې په اړه یو ورځنی  معلوماتي سمینار ترسره شو.
 د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د عامه کتابتونونو رياست له لوري يتيمو ماشومانو ته د کتاب لوستنې پروګرام جوړ شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست له لوري د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت يو شمېر يتيمو ماشومانو ته د کتاب لوستنې پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې د عامه کتابتونونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۹:۳۲
Background image

فراه کې له وړيا ښوونيز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول 

د فراه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونيز مرکز څخه په شپږم پړاو کې ۳۴ تنه ځوانان د کمپيوټر زده کړو له ۶ مياشتنۍ دورې او وروستۍ ازموينې وروسته د ځانګړو. . .

BACK TO NEWS