ګڼ شمېر زده کړیالانو ته د فکري اصلاح په موخه روزنیز سیمینارونه وړاندې شول

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۵۶
..

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د غزني پوهنتون او د غزني تخنیکي پوهنتون د ریاستونو په همغږۍ د یادو پوهنتونونو ګڼ شمېر زده کړیالانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار د عامه پوهاوي او فکري اصلاح په برخه کې مهمي او ارزښتمنې خبري وکړې او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د تیرو یرغلونو په مهال تپل شویو افکارو چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو پر خلاف دي په وړاندي مبارزه وکړي.
نوموړي د ناوړه دودونو د مخنیوي اړوند ۱۷ مه ګڼه فرمان د تشریح تر څنګ د مخدره توکو د زیانونو او د اسلامي امارت د لاسته راوړنو  په اړه هم هراړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: چې له مسلک او تخصص سره تعهد او امانت داري لازم دی.
همدارنګه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز استاد د ټولنې د فکري ثبات او د فکري جګړې د ډولونو او پایلو په اړه وینا وکړه او د دغې جګړې پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د خلکو او حکومت پر یووالي ټینګار وکړ.
په پای کې، د یادو پوهنتونو مسئولینو او زده کړیالانو د دغه ډول پروګرامونو جوړول د ځوانانو د فکري پوهاوي لوړولو او د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره اغېزمن وبلل او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتونکي شول.

۱۴۴۸/۳/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۳
Background image

په ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وشو

د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د ولایت مقام په مېلمستون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لیدنه کې، د ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس. . .

BACK TO NEWS