په ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وشو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۳
,,

د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د ولایت مقام په مېلمستون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لیدنه کې، د ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې د خبریالانو او د رسنیو استازو د خپلو رسنیزو فعالیتونو، معلوماتو ته د لاسرسي، ترانسپورټي او نورو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د یادو ستونزو د حل په برخه کې یې د اړوندو مسوولینو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د بغلان والي وویل: رسنۍ په نننۍ عصر کې ځانګړی اهمیت لري، باید ژورنالیزم اصول مراعت کړي، د خلکو ستونزې او غوښتنې په مسؤلانه او کره توګه انعکاس کړي او د ولس غږ تر مسؤلینو پورې ورسوي.
ښاغلي مختار بغلان د ټولو ولسونو ګډ کور وباله او ویې ویل: د ملي یووالي، اسلامي اخوت او ګډو ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره د بېلابېلو قشرونو ترمنځ همکارۍ او همغږۍ اړینه ده.
د بغلان والي د خبریالانو او رسنیو فعالیتونه وستایل او د هغوی د ستونزو د حل او د رسنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا په برخه کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې ناسته کې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو هم له رسنیو سره د لا ډېرو همکاریو او د خبریالانو د ستونزو د حل په برخه کې د پوره هڅو ډاډ څرګند کړ.

۱۴۴۸/۴/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۳
Background image

په ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وشو

د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د ولایت مقام په مېلمستون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لیدنه کې، د ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس. . .

BACK TO NEWS